د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل الرحمان: بلدياتي انتخاباتو وښودل چې د ۲۰۱۸ز په عامو انتخاباتو کې درغلي شوې وه


د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د مرکزي حکومت پر ضد يې د تحریک لپاره تیاریانې پیل کړي دي.

نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۰مه د بلوچستان د دوو ورځو پر دوره کوټې ښار ته تر رارسېدو وروسته د بلوچستان د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم خان ریساني سره تر لیدو ورسته خبریالانو ته وکړه.

فضل الرحمان زياته کړه چې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په پرتله دوی د هېواد چارې په ښه توګه پرمخ وړلای شي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به د پي ډي ایم د مرکزي مشرتابه غونډه را وبلل شي او په هغه کې به د راتلونکي کال (۲۰۲۲ز) د مارچ پر ۲۳مه د مرکزي حکومت پر ضد د حزب اختلاف د ګوندونو له لوري سرښار اسلام اباد ته د کېدونکي لانګ مارچ د تیاریانو جاج واخيستل شي.

د هغه په خبره، د ټول ملک پر کچ باندې تیاریارنې او رابطې شروع دي خو په منځ کې په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات راغلل او په نورو صوبو کې هم د سیاسي ګوندونو مصروفیات ول.

"په کراچي کې به مولانا اویس د سيند قیادت سره رایو ځای کړي. دغه ډول یوه اوونۍ وروسته خپلې صوبې خیبرپښتونخوا ته ځم او هلته د پي ډي ایم د لانګ مارچ تیاري کوم. پر دې سربېره به محمود خان اڅکزی د بلوچستان او میا شهباز شریف د پنجاب د پي ډي ایم د مشرانو غونډه را وبلي او په هغه کې به د ۲۳م مارچ د لانګ مارچ د تیاریانو پلان ترتیب کړي."

مولانا فضل الرحمان يو ځل بيا تور پورې کړ چې د خیبر پښتونخوا له اوسنيو بلدیاتي انتخاباتو څخه څرګنده شوه چې د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې نه یوازې درغلې شوې وه بلکې د هغه په نتیجه کې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کوم حکومت جوړ شوی، هغه هم جعلي دی.

د نوموړي په وينا جمعیت علما اسلام په خیبرپښتونخوا کې د تحصیل او یونین کونسل پر کچ تر ټولو لوی سیاسي ګوند جوړ شوی.

بل پلو، د پاکستان مرکزي حکومت د مولانا فضل الرحمان د ا تورونه یوځل بیا په کلکه رد کړي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه نېټه په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې د اطلاعاتو وزیر مملکت فرخ حبیب پر مولانا فضل الرحمان سختې نیوکې وکړې او زياته يې کړه چې هغه له تيرو دريو کلونو راهيسې د یو جمهوري حکومت پر ضد په سازشونو بوخت دی ځکه د نوموړي په خبره، د پاکستان تحريک انصاف حکومت له راتلو وروسته هغه بېرزوګاره شوی دی.

فرخ حبيب زياته کړه، کله چې مولانا فضل الرحمان انتخابات وګټي نو بیا انتخابات صاف او شفاف شي او چې کله ماته وخوري نو بیا د درغلۍ تورونه پوري کوي.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول چې د غېر حتمي او غېر سرکاري نتيجو له مخې جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي.

د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې به د بلدياتي انتخاباتو دوهم پړاو د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه تر سره کېږي.

تر دې دمه د خيبر پښتونخوا د لومړي پړاو د بلدياتي انتخاباتو د غېر سرکاري او غېر حتمي نتيجو له مخې جمعيت علما اسلام ف پر ۱۶ تحصيلونو، واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر ۱۰، عوامي نېشنل ګوند پر شپږ، پاکستان مسلم ليګ نواز پر درو او جماعت اسلامي پر دوو تحصيلونو کاميابي ترلاسه کړې ده. د دې تر څنګ اته ازاد نوماندان هم بريالي شوي دي.

د انتخاباتو د لومړنيو نتيجو له راتلو وروسته د پاکستان وزيراعظم عمران خان وويل چې د ده ګوند پاکستان تحريک انصاف په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې تېروتنې وکړې او د هغه تاوان يې وليد. نوموړي نن (ډېسېمبر ۲۱مه) پر خپله ټويټر پاڼه زياته کړې چې د ناسمو نوماندانو انتخاب د دې بنسټيز لامل و.

XS
SM
MD
LG