د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د ناسمو نوماندانو انتخاب په بلدياتي انتخاباتو کې زموږ د ماتې لامل و


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي دي چې د ده ګوند پاکستان تحريک انصاف په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې تېروتنې وکړې او د هغه تاوان يې وليد.

نوموړي نن (ډېسېمبر ۲۱مه) پر خپله ټويټر پاڼه زياته کړې چې د ناسمو نوماندانو انتخاب د دې بنسټيز لامل و.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول چې د غېر حتمي او غېر سرکاري نتيجو له مخې جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي.

د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې به د بلدياتي انتخاباتو دوهم پړاو د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه تر سره کېږي.

وزيراعظم عمران خان ويلي چې له دې وروسته به د خيبر پښتونخوا د بلدياتي انتخاباتو د دوهم پړاو په ګډون په ټول هېواد کې د پاکستان تحريک انصاف لخوا د بلدياتي انتخاباتو د سټراټيجي څارنه پخپله کوي. هغه زياته کړې چې ګوند به يې په لا زيات قوت سره راپورته کېږي.

د پاکستان تحريک انصاف شاته پاتې والي لاملونه:

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مخکښ او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مرستیال سپیکر محمود جان د ډېسېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې د دوی د خپل ګوند د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ د غړو لخوا د ازادو یا نورو ګوندونو له کاندېدانو سره د مرستې په وجه دوی په بلدیاتی انتخاباتو کې له ماتې سره مخامخ شول.

"زما د خپلې حلقې د قومي اسمبلۍ غړي نور عالم خان د جمعيت علما اسلام ف د کانديد په ډاګه مرسته کوله، او زما د حلقې نېږدې د صوبايي اسمبلۍ غړي ارباب وسیم حیات د ازاد امیدوار مرسته کوله، نو چا له چې بېټ عزت ورکړی دی، هغوي د خپل ګوند مرسته ونکړه."

د کرکټ بېټ د پاکستان تحريک انصاف ګوند انتخاباتي نښه ده. د محمود جان د ادعا په غبرګون کې تر اوسه د پورته ذکر شويو قومي او صوبايي اسمبلۍ د غړيو دريځ مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر او په قومي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر شهباز شريف بيا وايي چې ولس ځکه پاکستان تحريک انصاف رد کړ چې د ده په وينا ولس د ګرانۍ، لوړو نرخونو او خرابې حکومتدارۍ له کبله هغوی ته په غصه دی.

د خيبر پښتونخوا په بلدیاتي انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف د شاتې پاتې والي په اړه خبريال او شنونکی محمود جان بابر وايي چې په دې انتخاباتو کې تحریک انصاف د یو سیاسي ګوند بڼه نه لرل او هر سړي د ځان لپاره هلې ځلې کولې.

"وړاندې به چې دوی په انتخاباتو کې برخه اخيستله نو د عمران خان د جنون په نوم به یو جوش او جذبه وه او د ګوند ټول خلک به له خپل مشر سره ولاړ ول. بله خبره د ټکټونو د وېشلو ده چې سمو کانديدانو ته ټکټونه نه وو ورکړل شوي. بل دا چې د حزب اختلاف ګوندونو به چې له تحریک انصاف سره د [رياستي] ادارو د ملاتړ کوم تورونه لګول نو په دې انتخاباتو کې له پاکستان تحریک انصاف سره د هغو ادارو ملاتړ ښکاره نه شو."

غېر حتمي او غېرسرکاري نتيجې:

د خيبر پښتونخوا د لومړي پړاو د بلدياتي انتخاباتو د غېر سرکاري او غېر حتمي نتيجو له مخې جمعيت علما اسلام ف پر ۱۶ تحصيلونو، واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر ۱۰، عوامي نېشنل ګوند پر شپږ، پاکستان مسلم ليګ نواز پر درو او جماعت اسلامي پر دوو تحصيلونو کاميابي ترلاسه کړې ده.
د دې تر څنګ اته ازاد نوماندان هم بريالي شوي دي.

په دې ضلعو کې ټول ۶۶ تحصیلونه دي خو د ډېره اسماعيل خان او بنو په بکاخيل تحصيلونو کې د بدامنۍ پېښو له کبله انتخابات وځنډول شول.

د رايو شمېرنې دوام:

د ځینو تحصیلونو غېرحتمي او غېرسرکاري نتیجې لا هم نه دې خپرې شوې. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د بلدیاتي انتخاباتو د رایو شمېرل روان دي.

د انتخاباتو کمېشن وياند سهېل احمد د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې ټاکنې ښې ترسره شوې او د رايو شمېرل به هم په شفافه توګه وشي.

د نوموړي په وينا په دې ۱۷ ضلعو کې یو شمېر سیمې داسې دي چې د رایو اچوونکو شمېر پکې د نورو پرتله لږ دی نو ځکه یې د حتمي پایلو راتک ژر ممکن دی خو د لویو حلقو د رایو شمېرنه ښايي وخت واخلي.

د سياسي ګوندونو نيوکې:

پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند په خپلو بيانونو کې د انتخاباتو د نتيجو په اعلان کې پر ځنډ نيوکې کړې دي.

خو د انتخاباتي کميشن چارواکي وايي په بلدیاتي انتخاباتو کې د ووټونو شپږ پرچې دي نو ځکه پکې د رایو اچولو پرمهال هم وخت لګېدلی او د شمېرلو عمل یې هم ګران دی.

د خيبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې پر ۹،۲۲۳ پولينګ مرکزونو کې ولس د کليو او ضلعو پر کچ د نوماندانو د انتخاب لپاره رایې واچولې.

انتخاباتو کې د ناامنۍ پېښې:

دې ټاکنو ته ۳۵،۷۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي ول. د امنيت لپاره د پوليسو او ايف سي ځواکونه ۷،۷۰۰ سرتيري ګمارل شوي ول.

پر دې مهال په یو شمېر سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې هم رامنځ ته شوې چې له کبله یې په ځینو سیمو کې ټاکنې تر بیا ځنډول شوې دي.

په کرک او کوهاټ کې د وسله والو په ډزو او باجوړ کې د چاودنې له امله په مجموعي‌ توګه لږ تر لږه پينځه کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG