د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلدياتي انتخاباتو کې د جمعيت علما اسلام د 'بريا' او پاکستان تحريک انصاف د 'ناکامۍ' لاملونه


د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو. د خيبر په جمرود کې رايې ورکوونکي د رايې اچونې مرکز مخې ته ولاړ دي.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو. د خيبر په جمرود کې رايې ورکوونکي د رايې اچونې مرکز مخې ته ولاړ دي.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو چې د غېر حتمي او غېر سرکاري نتيجو له مخې جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې په صوبه کې د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي.

په دې ضلعو کې ټول ۶۶ تحصیلونه دي خو د ډېره اسماعيل خان او بنو په بکاخيل تحصيلونو کې د بدامنۍ پېښو له کبله انتخابات وځنډول شول.

د انتخاباتي کميشن لخوا د خپور شوي نوملړ له مخې، د ډېسېمبر تر ۲۱مې د غېر سرکاري او غېر حتمي نتيجو له مخې جمعيت علما اسلام ف پر ۱۶ تحصيلونو، واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر ۱۲، عوامي نېشنل ګوند پر شپږ، پاکستان مسلم ليګ نواز پر درو، پاکستان پيپلز ګوند، جماعت اسلامي، مزدور کسان پارټۍ او يو نوي ګوند تحریک اصلاح پاکستان د تحصیل په کچه يوه يوه څوکۍ ګټلې ده او جماعت اسلامي پر يو، يو تحصيل کاميابي ترلاسه کړې ده. د دې تر څنګ اووه ازاد نوماندان هم بريالي شوي دي.

د دې نتيجو له مخه جمعیت علما اسلام ف ډلې په مجموعي توګه څلور لکه او څه کم ۴۱ زره رايې تر لاسه کړي چې په صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د مجموعي څه د پاسه دوو لکو رايو په مقابله کې دوه چنده دي.

خبريال او شنونکی محمود جان بابر وايي چې جمعيت علمای اسلام ګوند ته په سیاسی توګه يوازې د مذهبي ګوند په سترګه کتل لويه غلط فهمي ده. د نوموړي په وينا، په پاکستان کې چې کله هم کوم ازاد خياله، سیکولر او یا روایتي سیاسي ګوندونه په واک کې راغلي دي نو مولانا فضل الرحمان د هغوی برخه او اتحادي پاتې شوی دی.

"مولانا فضل الرحمان د خپل طرزِ سیاست او طرزِ حکمرانۍ نه دا ثابته کړې ده چې هغوی د مذهب په نوم سیاست نه کوي، خو په بلدیاتي انتخاباتو کې د مولانا فضل الرحمان حکومت مخالفه دريځ، په ملک کې ګرانۍ او په ولس کې حکومت مخالفه احساس د جمعیت د بریا تر شا بنیادي وجوهات دي."

د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د ناکامۍ تر شا يو شمېر حکومتي چارواکو بېلا بېل لاملونه ښودلي دي. وزیر اعظم عمران خان وايي چې د ناسمو نوماندانو انتخاب د دوی د ناکامۍ لوی لامل و.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان وايي چې ناکامي او بریا د سیاست برخه وي، خو يو شمېر صوبايي وزیران بیا د دې ناکامۍ تر شا په هېواد کې ګراني، په ګوند کې دننه اختلافات او ځينې بیا د ګوند د پارلیماني غړیو ذاتي ګټې بیانوي.

په پېښور کې خبریال افتخار فردوس بیا په دې اند دی چې ګرانۍ او د حزب اختلاف حکومت مخالفه بیانیې هم د پاکستان تحریک انصاف په ناکامۍ کې يو څه کردار لوبولی خو د نوموړي په خبره، تر ټولو لويه وجه د بنیادي سیاسي کارکوونکو له پامه غورځول او غیر معروفه نوماندانو ته ټکټونه ورکول وه.

"پاکستان تحریک انصاف چې د تحصیل د چېرمېن او ميېر لپاره کومو نوماندانو ته ټکټونه ورکړي ول، په هغوی کې اکثريت د ګوند د مشرانو خپلوان ول او د هغوی چې کوم ټولنیز او سیاسي حيثيت و، نو هغوی په ولس کې محبوبيت نه درلود. د پاکستان تحریک انصاف خپلو نوماندانو یا خو په ازاد حیثیت په دې انتخاباتو کې برخه اخيستې وه او یا يې له نورو ګوندونو سره ساز باز کړی و او کله چې د کلیو او کونسلونو پر کچ د ګوند کارکوونکو وکتل چې په بره کچ ګوند د اختلافاتو ښکار شوی دی نو د ګوند رايې ورکوونکو هم دلچسپي پرېښوده."

د پاکستان د ساينس او ټېکنالوجۍ وزیر شبلي فراز په بلدیاتي انتخاباتو کې د خپل ګوند د ناکامۍ په اړه ويلي چې په اصل کې د پاکستان تحریک انصاف مقابله هم د خپل ګوند د نوماندانو سره وه خو د ګوند په کارکوونکو کې يې خپلمنځي اختلافات هم يوه وجه ښودلې ده.

بلخوا د ډېسېمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په بلدیاتي انتخاباتو کې د جمعيت علما اسلام پر بریا ويلي چې د پرتشدده تګلارو د پلویانو بریا د خيبر پښتونخوا لپاره په سیاسی توګه ښه خبره نه ده.

د جمعيت علما اسلام ف يو مشر او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله يې بيا په ځواب کې ويلي چې پاکستان تحریک انصاف د خپلې عبرتناکه ناکامۍ پټولو لپاره پر جمعيت بې ځايه نيوکې کوي.

XS
SM
MD
LG