د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو د خیبر پښتونخوا د غنمو فصل ته زیان اړولی


په بونېر کې کروندګر غنم لو کوي - پخوانی انځور.
په بونېر کې کروندګر غنم لو کوي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې کروندګر وايي، په اختر کې شویو بارانونو د غنمو فصل زیانمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې په وروستیو ورځو کې ګرمي زیاته شوه او په تېرو دوو ورځو کې بارانونو موسم ښه کړ، خو د غنمو فصل چې په یوشمېر سیمو کې تیار وو او په ځینو ځایونو کې لو هم روان وو، زیانمن شوی دی.

هلته د پاکستان د موسمیاتو ادارې یوه مشر مشتاق شاه ویلي دي چې په هېواد کې ۵۰ داسې ډنډونه دي چې حساسه بلل کېږي ځکه چې د ګرمۍ له وجې د غرونو واورې ویلېدو له وجې پکې د اوبو زېرمې لوړېدای شي او په خیبر پښتونخوا کې د سېلاو لامل کېدای شي.

ده د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې سېلاوونه "پېښور، چارسده، نوښار او سوات" اغېزمنولای شي.

مشتاق شاه زیاته کړې وه چې که د سېلاو اوبه د ورسک بند له لارې وبهېږي نو د "پېښور او مومندو" یوشمېر برخې ځپلی شي.

تر نوموړي یوه ورځ مخکې د پاکستان د اب و هوا بدلون د مخنیوي چارو وفاقي وزیرې شېري رحمان په اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کې د زیاتې ګرمۍ له وجې واورین غرونه او کمرونه په ویلېدو دي چې د سېلاوونو لامل کېدای شي.

په خیبر پښتونخوا کې اکثر په پشکال کې د بارانونو او د ګرمۍ له وجې د واورو ویلېدل د سېلاوونو لامل کېږي.

د ۲۰۲۱ز کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ورښتونو او سېلاوونو لږترلږه ۱۰ کسان وژلي ول او یوشمېر یې ژوبل کړي ول. هغو بارانونو او سېلاوونو تر ټولو زیات زیان د ملاکنډ شانګلې سیمې ته اړولی وو.

پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې له نړیوالو اټکلونو سره سم د اقلیمي یا اب و هوا د بدلون له وجې له لویو ګواښونو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG