د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د "اب و هوا بدلون له شدیدو ګواښونو سره مخامخ" دی


پاکستان په تېرو کلونو کې د اوبو کمښت، وچکالۍ او ناورینونو ښکار شوی
پاکستان په تېرو کلونو کې د اوبو کمښت، وچکالۍ او ناورینونو ښکار شوی

برلېن - پاکستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د اب و هوا بدلون خورا زیات ځپلی دی او له یو لړ ماحولیاتي ګواښونو سره مخامخ دی چې له وخت تېرېدو سره زیاتېږي.

د جرمن واچ په نوم نړیوالې څېړنیزې ادارې د ډېسېمبر پر څلورمه د ۲۰۲۰ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي چې پاکستان د اب وهوا له خطرونو سره په مخامخو هېوادونو کې پر پېنځم نمبر دی چې له ۱۹۹۸ز کال راهیسې پکې شاوخوا ۱۰ زره کسان د بېلا بېلو طبیعي ناورینونو له وجې وژل شوي دي.

رپورټ وايي، په تېرو دوو لسیزو کې هغه هېواد د اب و هوا بدلون له وجې د ۳.۸ اربه ډالرو زیانونه ګاللي دي.

په ۱۰ تر ټولو زیات ځپل شویو هېوادونو کې پورټو ریکو پر لومړي نمبر، بنګلادېش پر اووم او نیپال پر نهم نمبر دی. له دې علاوه ماینمار، تایلینډ، فېلېپین او وېتنام هم په زیاتو ځپل شویو هېوادونو کې دي چې د دې ښکارندويي کوي چې اسیا د اب و هوا د بدلون په ښکار شویو سیمو په سر کې ده.

د رپورټ یوه لیکوال ډېوېډ اېکسټاین وايي، د پاکستان د ځپل کېدو یو لامل د هغه هېواد جغرافیايي موقعیت دی.

د پاکستان په سېنېټ کې د اب و هوا بدلون د کمېټۍ غړی او په بلوچستان کې د نیشنل پارټۍ یو سیاستوال محمد اکرم د ډېسېمبر پر څلورمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې چاپېریال او بدلونونه یې له یوه هېواد نه بلکې له سیمې او بیا له ګردې نړۍ سره تړلي وي.

د ده په خبره، د سېنېټ په غونډو کې د اب و هوا بدلون مخنیوي پر بېلا بېلو لارو چارو بحث کېږي خو ستونزه دا ده چې پاکستان کافي پیسې نه لري:

"د سېنېټ په غونډو کې موږ د اب و هوا بدلون په اړه په خلکو کې د پوهاوي پیدا کولو پر طریقو غږېږو. بل موږ پر دې ټینګار کوو چې زیاتې ونې، بوټي کښېنوو. له دې پرته موږ د هوا د ککړتیا کمولو په لړ کې حکومت ته سپارښتنې کوو. نو موږ هر اړخیزه بحث کوو خو چې کله د دې اقداماتو لپاره د پیسو په اړه غږېږو نو بیا له مشکل سره مخامخېږو ځکه چې پیسې نشته. چې پیسې نه وي نو ونې له کومه کړو؟ همدا د پیسو مشکلات دي چې موږ د سکرو یا کولې له لارې د توانایۍ اړتیاو پوره کولو ته مجبور یو."

د اب و هوا بدلون چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ملک امین اسلم خان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې په تېرو کلونو کې پاکستان د ماحولیاتي ګواښونو له پلوه له اتم ځایه پېنځم نمبر ته ځکه راغلی چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کلونو کې سېلاوونو ګڼ کسان ووژل.

هغه مهال سېلاوونو خیبر پښتونخوا او پنجاب تر ټولو زیات ځپلي ول.

د سېنېټر محمد اکرم په وینا، د اب و هوا بدلون له وجې د بلوچستان ټولې سیمې زښتې ځپل شوې دي.

په بوسټن پوهنتون کې د نړیوالو چارو د څانګې مشر ډاکتر عادل نجم ډان ورځپاڼې ته ویلي چې تازه رپورټ ښيي چې پر نړیوال کچ او په پاکستان کې دننه د اب و هوا بدلون مخنیوي په اړه کافي اقدامات نه دي شوي.

د پیسو مشکلات دي چې موږ د سکرو یا کولې له لارې د توانایۍ اړتیاو پوره کولو ته مجبور یو.
سېنېټر محمد اکرم

موږ پر دې موضوع د واکمن تحریک انصاف له یو شمېر سیاستوالانو او د پارلېمان له غړو سره رابطې وکړې خو په خبرو ورسره و نه توانېدو، البته د پاکستان د اب و هوا بدلون چارو وزارت پر ووبپاڼه د یو لړ تګلارو، قوانینو او اقداماتو ذکر شوی دی چې حکومت یې د چاپېریال د بدلون مخنیوي په موخه کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۵مه د "پاک او شین پاکستان نوښت" په نوم یو پروګرام پرانیست چې موخه یې په ښارونو کې خلکو ته د "پاکو اوبو رسولو، د نورو ونو کښېنولو او د ناولتوب یا کثافت د ختمولو" اقدامات کول دي.

له دې علاوه، اسلام اباد د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پلاستیکي خلتو یا لفافو پر "جوړولو، خرڅلاو او درامد د بندیز" قانون جوړ کړ.

په پاکستان کې د پيپلز ګوند په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۲ز کال کې د اب و هوا بدلون پالیسي جوړه کړه چې پکې راغلي چې حکومت به "د اوبو، کرنې، ځنګلونو، ساحلي سیمو او د بېلا بېلو قسمونو د ځناورو او بوټو د ساتنې" لپاره اقدامات کوي.

جرمن واچ ادارې پر پاکستان غږ کړی چې د ناورینونو مخنیوي په لړ کې دې جدي اقدامات وکړي خو په رپورټ کې یې دا هم ویلي چې اسلام اباد په یوازې سر دا کار نه شي کولای او د اب و هوا د بدلون مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې مالي او عملي مرستو ته اړتیا لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG