د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا او بلوچستان د اب و هوا بدلون له خطر سره څنګه او څومره مخامخ دي؟


خيبر پښتونخوا او بلوچستان د اب و هوا بدلون له خطر سره څنګه او څومره مخامخ دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:04 0:00

د برېتانيا په ګلاسکو ښار کې د اب و هوا بدلون او نړيوالې تودښې د مخنيوي په اړه د کوپ-۲۶ کانفرنس د اکتوبر پر ۳۱مه پیل شوی چې د نومبر تر ۱۲مې به دوام لري. دې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو ويناګانې کوي. په دې کې د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته ويل شوي چې تر ۲۰۳۰ز کاله د زهرجنو ګیسونو د کمولو په اړه خپل پلان وړاندې کړي. د اب و هوا بدلون دا مهال نړۍ ته تر ټولو لوی خطر بلل کېږي. پاکستان په هغو هېوادونو کې دی چې د اب و هوا د بدلون د مخنيوي لپاره يې د يو ارب ونو لګولو منصوبه پیل کړې ده. ټاکل شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان به په کانفرنس کې ګډون کاوه خو د هېواد د داخلي سياست له وجې يې سفر وځنډاوه خو د دې هېواد د اب و هوا بدلون د مملکت وزيرې سرتاج ګل په مشرۍ ۱۰ کسيزه ډله په کانفرنس کې ګډون کوي. د مشال تر رڼا لاندې کې د کوپ -۲۶ مې سرمشريزې ته په کتو سره په پاکستان په تېره بيا خيبرپښتونخوا او بلوچستان ته د اب و هوا د بدلون ګواښ څېړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG