د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان چاپېریال رغولو لپاره بیړني اقدامات په کار دي: سېنېټران


د بلوچستان په زیاتره سیمو کې د اوبو کمښت د خلکو ژوند اغېزمن کړی
د بلوچستان په زیاتره سیمو کې د اوبو کمښت د خلکو ژوند اغېزمن کړی

پراګ - د پاکستان په سېنېټ کې د اب و هوا بدلون کمېټۍ غړي وايي، وفاقي حکومت ته یې سپارښتنه کړې چې په بلوچستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې دې بیړني اقدامات وکړي چې هغه صوبه له ناورینه وژغورل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال، سېنېټر عثمان کاکړ، د نومبر ۲۸مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د پاکستان له مشر قاضي میا ثاقب نثار څخه یې دا غوښتنه ده چې د دیامیر باشا ډیم د جوړولو لپاره یې چې چنده غونډه کړې، هغه په بلوچستان کې ولګوي.

کاکړ وايي، که حکومت ۵۰۰ اربه روپۍ د بلوچستان د چاپېریال د خوندي کولو او د اوبو زېرمو جوړولو لپاره ولګوي، نو صوبه به له قحطۍ وژغورل شي.

د ده په خبره، د پاکستان حکومت دې د ونو لګولو د پروژې د برخې په توګه په بلوچستان کې لږ تر لږه یو ارب بوټي نهال کړي.

کاکړ وايي، د بلوچستان ټولې پښتون مېشته سیمې له وچکالۍ سره مخامخ دي چې له کبله یې د سیمې بزګرانو لوی تاوانونه ګاللي.

د هنګول په ملي پارک کې ځناور په ختمېدو دي ځکه چې نه اوبه شته، نه ونې او نه سیوری.
سېنېټر محمد اکرم

په سېنېټ کې د اب و هوا (اقلیم) د بدلون مخنیوي لپاره دوې کمېټۍ دي چې یو غړی یې د نیشنل پارټۍ محمد اکرم هم دی.

دی وايي، په بلوچستان کې له تېرو شاوخوا پېنځو کلونو راهیسې وچکالۍ نه یوازې د سیمې کروندګري اغېزمنه کړې بلکې د ځمکلاندې اوبو سطح هم خورا ټیټه شوې.

اکرم وايي، که په صوبه کې د ونو وهلو لړۍ و نه درول شي نو وحشي ځناور هم له لوی خطر سره مخامخ دي: "یو خو زموږ په سیمه کې د ونو لګولو پلان [باید عملي شي]. دوهم، [په بلوچستان کې] له سکرو څخه د توانایۍ پر پیدا کولو مو هم انتقاد کړی چې دا هوا ککړوي. بله سپارښتنه مو دا کړې چې د ونو پر وهلو باید بندیز ولګول شي ځکه چې په ګرد بلوچستان کې د ونو وهلو لړۍ نه درېږي. په مکران کې خو خلکو له دې کاروبار جوړ کړی. زموږ د هنګول په ملي پارک کې ځناور په ختمېدو دي ځکه چې نه اوبه شته، نه ونې او نه سیوری."

سېنېټر محمد اکرم وايي، د نومبر پر ۲۹مه د اب و هوا د بدلون مخنیوي کمېټۍ په غونډه کې به د ټول هېواد پر کچ د چاپېریال د بیارغونې پر موضوع بحث کېږي.

د بلوچستان په چاپېریال کې د ۵۰۰ اربه روپیو پانګونه، سیمه له ناورینه ژغورلای شي
سېنېټر عثمان کاکړ

دی البته زیاتوي چې د پاکستان اقتصادي مشکلاتو ته په کتو، د بلوچستان د چاپېریال بیارغونه له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي ځکه چې د ډیمونو جوړول، نویو ونو لګولو او د هغوی ساتنه پیسو ته اړتیا لري.

خو عثمان کاکړ چې په سېنېټ کې د اوبو د سرچینو د کمېټۍ مشر هم دی وايي چې د نومبر پر ۲۸مه یې په غونډه کې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې موضوع دې د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو ورګډه کړي او په بلوچستان کې دې پانګونه وکړي.

بلوچستان کې د پښتنو یوه پراخه سیمه له وچکالۍ سره مخامخ ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت وايي، د هېواد ماحول ته له ورپېښو ګواښونو خبر دی او په اړه یې جدي اقدامات کوي. د اب و هوا بدلون د چارو وزیرې زرتاج ګل د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، اسلام اباد د ۱۰ اربه نویو ونو، بوټو نهالولو له پروژې سره د هېواد بیا زرغونولو ته ژمن دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په سېپټېمبر کې په هېواد کې د نویو ونو لګولو پروژه پرانیسته او وايي چې وفاقي حکومت به په بېلا بېلو صوبو کې لوی او واړه بندونه جوړ کړي چې ورسره به د اوبو کمښت مسله هواره شي.

XS
SM
MD
LG