د لاسرسي ځای

تازه خبر

الظواهري وژنه: طالبان وايي امریکا د دوحې د موافقې سرغړونه کړې


د دوحې تړون د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالب استازو ترمینځ لاسلیک شوی وو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالب استازو ترمینځ لاسلیک شوی وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا د امریکايي چارواکو تور رد کړی او ویلي یې دي چې چې د ۲۰۲۰ز کال د دوحې د موافقې سرغړونه یې نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې د هغې وسله والې ډلې مشر وژلی دی او طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن شول.

د اګست پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه خو په بیان کې یې د القاعدې یا ظواهري یادونه نه وه کړې. طالبانو د اګست پر څلورمه په بیان کې وویل چې افغانستان ته د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د "ورتګ" او هلته د "اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري." تر دې مخکې د طالبانو حکومت د جولای پر ۳۱مه په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید تایید کړی وو خو ویلي یې ول چې وداني خالي وه او پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کابل کې د ډرون حملې په کولو امریکا د دوحې د موافقې سرغړونه کړې ده، نه چې طالبانو.

د دوحې په موافقه کې راغلي ول چې طالبان به له القاعدې ډلې سره تعلقات پرې کوي او هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

مجاهد وايي، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۲۰ز کال ورسره لاسلیک کړی، ژمن دي ځکه چې د ده په وینا، هغه د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی. "فکر کوم چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري سرغړونه ځکه نه ده شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د دغې قضیې هېڅ خبر نه درلود. هغه څه چې موږ یې مکلفیت لرو، په خپله وس او امکاناتو چې لرو یې، د دوحې د تړون تطبیق موږ لازم ګڼو او هم ورته ځان ژمن بولو. یعنې زموږ له لوري تر اوسه قصدي تخلف نه دی شوی."

خو ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ظواهري په مشرۍ القاعدې ډله له طالبانو سره نېږدې تعلقات پالي. په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اګست پر لومړۍ نېټه د ظواهري د وژنې تر اعلان وروسته طالبان تورن کړل چې د القاعدې مشر ته یې په پناه ورکولو د "دوحې د موافقې جدي سرغړونه" کړې ده.

بلېنکن وویل، طالبانو نړۍ ته په بیا بیا ډاډ ورکړی چې ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له مشال راډیو سره په تازه څرګندونو کې هم په هغه برید کې د القاعده د مشر وژنه تایید نه کړه او هغه یې د امریکا "ادعا" وبلله.

ده وویل، په دې اړه د طالبانو د حکومت پلټنې لا هم روانې دي. "تحقیقات باید دقیق او ژور او هراړخیز وي. د دغې قضیې ټول اړخونه به څېړل کېږي. هغه وخت چې نتیجه یې ترلاسه شوه، نو هغه برخې چې لازمې وګڼل شي انشاالله هغه به خپرې شي."

مجاهد زیاته کړه چې که امریکا ورته د ظواهري موجودګي ثابته کړې وه او ورسره یې معلومات شریک کړي وه نو د طالبانو حکومت به خپل لازم اقدام کړی وای.

القاعده شبکې هم تر اوسه د خپل مشر وژنه نه تایید او نه هم رد کړې ده.

ظواهري د ۲۰۱۱ز کال په مې میاشت کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د القاعدې ډلې مشر شو.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهيسې پر افغانستان واکمن دي خو تر اوسه یې هېڅ هېواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG