د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ ضمني انتخابات شوي دي


د اکتوبر پر ۳۰مه د سدې یو اوسېدونکی خپل ووټ کاروي.
د اکتوبر پر ۳۰مه د سدې یو اوسېدونکی خپل ووټ کاروي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې خلکو د قامي اسمبلۍ د ۴۵مې حلقې د خالي څوکۍ ډکولو لپاره رایې وکارولې چې تر هغې وروسته د ووټونو شمېر روان دی.

په هغه قبایلي ضلع کې ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۳۰مه سهار پر اتو بجو پیل شول چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.

پر هغې څوکۍ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان، د پاکستان جمهوري غورځنګ محمد جمیل او د جماعت اسلامي د شېر محمد ترمینځ د سختې سیالۍ توقع وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه د توشه خانې مقدمې فیصله واوروله او و یې ویل چې عمران خان ورته د شتمنیو او ډالیو خرڅولو په اړه ناسم معلومات ورکړي ول نو ځکه یې د ایین له ۶۳مې مادې سره سم د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي.

تحریک انصاف ګوند د هغې پرېکړې ضد اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ. د اکتوبر پر ۲۴مه د های کورټ مشر قاضي وویل چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په کورمه کې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د نوماند په توګه په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستای شي. اطهر من الله وویل، پر نوموړي په انتخاباتو کې د برخې اخیستو هېڅ بندیز نه شته او هغه یوازې په قامي اسمبلۍ کې د خپلې اوسنۍ څوکۍ لپاره نااهله شوی دی.

د کورمې د پولیسو مشر شفیع الله د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د هغې حلقې ټول ۱۴۳ پولېنګ مرکزونه یې له امنیتي پلوه حساس ګرځولي ول. د ده په خبره، د قامي اسمبلۍ د ۴۵مې حلقې د رایې کارونې ۲۴ مرکزونه له امنیتي پلوه حساس او ۱۱۹ "انتهايي حساس" ول.

دی زیاتوي چې په سیمه کې د ضمني انتخاباتو پر مهال د "ترهګرۍ" پېښو او نورې ګډوډۍ وېره هم ده نو ځکه یې تر ۲،۰۰۰ زیات سرتېري ځای پر ځای کړي ول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د روان کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان قامي اسمبلۍ پر اتو او د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکيو ضمني انتخابات وشول خو په کورمه کې د ناامنۍ له کبله ځنډول شوي ول.

انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ پر ۴۵مه حلقه د ضمني انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د اکتوبر پر ۱۱مه د ډنډرو او نورحسېن کليو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر د شوې جګړې له کبله د سیمې حالاتو تر خرابېدو وروسته وکړه.

وروسته کمېشن د اکتوبر پر ۳۰مه په کورمه کې د ضمني انتخاباتو کولو اعلان وکړ. د ۴۵مې حلقې انتخاباتي افسر اسحاق خان د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، څه کم ۲۰۰،۰۰۰ رجسټر کسان خپلې رایې کارولای شي.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې چې کله د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د کورمې د ۴۵مې حلقې د پارلېماني استازي ملک فخر زمان په ګډون د هغه ګوند ۱۲۳ غړو استعفا ورکړې وه.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر پر ۱۶مه په ضمني انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ له اووه څخه شپږ څوکۍ وګټلې. له نتیجو سره سم، په کراچۍ کې د پيپلز ګوند عبدالکريم بلوڅ تحریک انصاف ته ماتې ورکړه او په ملتان کې د پخواني وزيراعظم او د پیپلز ګوند مخکښ مشر يوسف رضا ګېلاني زوی موسا ګېلاني د تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي لور مهر بانو قریشي ته ماتې ورکړه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG