د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ولس د قامي اسمبلۍ پر خالي شوې چوکۍ د انتخاباتو غوښتنه کوي


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر خالي شويو اتو چوکيو ضمني انتخابات وشول.

د خيبر پښتونخوا د کورمې ضلعې سیاسي او مدني فعالانو غوښتنه کړې چې حکومت دې د قامي اسمبلۍ پر ۴۵مه حلقه باندې ځنډول شوي انتخابات ژر تر ژره اعلان کړي.

د خواجکو سیمې یو ځایي مشر جمال خان څمکني د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو وويل چې د ایین له مخې باید پر دې حلقه په دریو میاشتو کې دننه ضمنی انتخابات ترسره شوي وای خو د هغه په وينا کلونه وروسته لا هم هغوی په قامي اسمبلۍ کې د خپلې سيمې له استازيتوبه بې برخې دي.

نوموړي زياته کړه: "په ۲۰۱۳ز کال کې هم دا حلقه د پينځو کلونو لپاره داسې پاتې شوې وه، مطلب په اسمبلۍ کې زموږ نمایندګي نه وه، او که اوس بیا انتخابات ونه شي نو د دې حلقې د ولس غږ به پارلېمان ته ونه رسېږي. د دې ځای ولس تعلیم، روزګار او پرمختایي کارونو ته سخت ضرورت لري."

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۳ز کال کې د یادې حلقې انتخابات تر هغه وروسته ځنډولي ول چې کله په پاړه چمکني کې وسله وال طالبانو ځينې سيمې نيولې وې.

خو دا ځل پر یاده حلقه د ضمني انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د ډنډرو او نورحسېن کليو ترمینځ د ځمکې پر سر د اکتوبر پر ۱۱مه د شوې جګړې له کبله د سیمې حالات تر خرابېدو وروسته شوې ده.

په سیمه کې د پاکستان جمهوري غورځنګ مشترکه نوماند ملک محمد جمیل مشال راډیو ته ويلي چې حالات په يوه سيمه کې خراب وي خو د خيبر پښتونخوا حکومت انتخابات بل ځای ځنډوي.

د قامي اسمبلي د کورمې څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف د غړي ملک فخر زمان تر استعفا وروسته خالي شوې ده. د ۲۰۲۲ز کال په اپريل مياشت کې چې کله د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د ملک فخر زمان په ګډون د ياد ګوند ۱۲۳ غړيو استعفاوې ورکړې وې.

د روان کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان قامي اسمبلۍ پر اتو او پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر دريو چوکيو ضمني انتخابات وشول خو په کورمه کې د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ انتخابات لا هم د ځنډ ښکار دي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وياند بېرسټر محمد علي سيف سره مو د اکتوبر پر ۱۷مه څو ځلې د تماس نيلو هڅه کړه خو هغه ټېليفون ته ځواب نه وايه.

بلخوا د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ویاند هارون شینواري د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې کمېشن هم غواړي چې په کورمه کې انتخابات ژر تر ژره وشي خو د هغه په وينا هلته حالات لا هم د انتخاباتو لپاره مناسب نه دي.

نوموړي زياته کړه چې صوبایي حکومت لا تر دې دمه ورته د هغې حلقې د امنیتي وضعيت ښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG