د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي ای د عمران خان د نااهلۍ خلاف په عدالت کې درخواست جمع کړ


عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اوس لپاره دې احتجاجونه ختم کړي او د یو لوی احتجاج لپاره دې تیاری ونیسي.
عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اوس لپاره دې احتجاجونه ختم کړي او د یو لوی احتجاج لپاره دې تیاری ونیسي.

د پاکستان تحريک انصاف مشر او د هېواد پخواني وزيراعظم عمران خان د انتخاباتي کمېشن له خوا د خپلې نااهلۍ خلاف په عدالت کې درخواست جمع کړی دی.

اسلام اباد های کورټ د دې مقدمې اورېدنه د اکتوبر پر ۲۴مه کوي.

د نوموړي له اړخه د هغه وکيل بېرسټر علي ظفر نن (د اکتوبر پر ۲۲مه) په اسلام اباد های کورټ کې جمع کړي درخواست کې غوښتنه کړې چې د عمران خان پر ضد دې د انتخاباتي کمېشن له خوا د نااهلۍ پرېکړه بېرته واخيستل شي.

بل پلو، د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اوس لپاره دې احتجاجونه ختم کړي او د یو لوی احتجاج لپاره دې تیاری ونیسي.

د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو تر هغې وروسته د پلازمېنې اسلام اباد، کراچۍ، او پېښور په ګډون په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي چې انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په مقدمه کې د هغه ګوند مشر عمران خان د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کړ.

د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په نږدې ټولو ښارونو کې د الېکشن کمېشن د دې پرېکړې پر ضد مظاهرې وکړې، شعارونه یې ورکړل او لویې لارې یې بندې کړې وې.

د الېکشن کمېشن د پرېکړې د مخې ته راتلو نه پس پخواني وزیراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۲۱مه، ناوخته په یوه ویډیويي بیان کې خپلو پلویانو ته وویل، د خپل حق د غوښتلو لپاره به پراخې مظاهرې کوي. هغه وویل:

"زه تاسو ته د انتخاباتو د کمېشن د مشر اصلیت ښایم. دا هغه سړی دی چې په تېرو څو کلونو کې یې څو څو وارې زموږ خلاف فیصلې ورکړې دي. موږ د دغو فیصلو خلاف بیا عدالت ته لاړو او عدالت به بیا هغې پرېکړې رد کړلې، ځکه چې هغه فیصلې به غیر جانبداره نه وې."

د عمران خان نااهلي: د تحریک انصاف پلویان په احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

عمران خان وړاندې وویل، د اوس لپاره په خپلو پلویانو غږ کوي چې احتجاج دې ختم کړي او د روانې ( اکتوبر) میاشتې تر پایه دې "لانګ مارچ" ته تیاری ونیسي. هغه وویل، د الېکشن کمېشن او د اوسني حکومت خلاف به دا د تحریک انصاف تر ټولو لویه مظاهره وي.

بل پلو، په حکومت کې شاملو ګوندونو د انتخاباتو د کمېشن د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. هغوی ویلي، دا د قانون برلاسیتوب ښکاره کوي. د پاکستان مسلم لیګ نون مرستیالې مشرې مریم نواز، د عوامي نېشنل پارټۍ اسفند یار ولي خان، د پاکستان پیپلز ګوند بلاول بوټو زرداري او د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مولانا فضل رحمان په خپلو بیانونو کې ویلي، د الېکشن کمېشن پرېکړې وښودله چې عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال له خپلو اختیاراتو ناوړه ګټه پورته کړې ده. د عمران خان مخالفو سیاست والو، هغه ته مشوره ورکړې چې د مظاهرو کولو پر ځای دې عدالت ته لاړ شي.

په پاکستان جمهوري اتحاد (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونو باندې پخواني وزیراعظم عمران خان تل نیوکې کولې او په زغرده به یې ویل چې پخواني وزیراعظم نواز شریف، پخواني صدر اصف زرداري او نورو د پاکستان خزانې لوټلې او غلاوې یې کړې دي. اوس د الېکشن کمېشن د فیصلې د مخې ته راتلو نه پس د عمران خان مخالفین هغه ته هم دا الفاظ استعمالوي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان د اکتوبر پر ۲۱مه، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:

"ثابته شوه چې هغه (عمران خان) نه صادق و او نه هم امین، بلکې هغه یو لوی یو سند لرونکی نړیوال غل دی."

دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۱مه د کمېشن د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ څلور کسیزه جرګګۍ د اکتوبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې په فیصله کې وویل چې خان د خپلو شتمنیو په اړه سم تفصیل نه دی ورکړی نو ځکه یې د لوړپوړې څوکۍ لپاره نااهله کوي.

کمېشن وايي، دا "د پینځه کسیزه جرګګۍ متفقه پرېکړه" ده خو د اورولو پر وخت یې د پنجاب غړی موجود نه وو.

کمېشن په خپله فیصله کې ویلي دي چې عمران خان د ناسمو معلوماتو په ورکولو "د درغلۍ عمل" کړی دی نو ځکه دې یې انتظامیه پرضد قانوني کارروايي پیل کړي.

مولانا فضل رحمان وايي، الېکشن کمېشن فیصلې وښوله چې عمران خان نه صادق دی او نه امین: انځور له ارشیفه
مولانا فضل رحمان وايي، الېکشن کمېشن فیصلې وښوله چې عمران خان نه صادق دی او نه امین: انځور له ارشیفه

انتخاباتي کمېشن دا فیصله پر داسې مهال کړې ده چې عمران خان د اکتوبر پر ۱۶مه د قامي اسمبلۍ د اتو حلقو په ضمني انتخاباتو کې شپږ څوکۍ وګټلې.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

پر پخواني وزیراعظم تور دی چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG