د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ وايي عمران خان د کورمې انتخاباتو کې برخه اخیستای شي


د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه عمران خان د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهل کړ - پخوانی انځور.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه عمران خان د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهل کړ - پخوانی انځور.

د اسلام اباد های کورټ مشر قاضي ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په کورمه کې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د نوماند په توګه په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستای شي.

قاضي اطهر من الله د اکتوبر پر ۲۴مه د خان د نااهلۍ درخواست په اړه په اورېدنه کې وویل چې پر نوموړي په انتخاباتو کې د برخې اخیستو هېڅ بندیز نه شته او هغه یوازې په قامي اسمبلۍ کې د خپلې اوسنۍ څوکۍ لپاره نااهله شوی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه د توشه خانې مقدمې فیصله واوروله او و یې ویل چې خان ورته د شتمنیو او ډالیو خرڅولو په اړه ناسم معلومات ورکړي ول نو ځکه یې د ایین له ۶۳مې مادې سره سم د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي.

کمېشن په خپله فیصله کې ویلي ول چې عمران خان د ناسمو معلوماتو په ورکولو "د درغلۍ عمل" کړی دی نو ځکه دې یې انتظامیه پرضد قانوني کارروايي پیل کړي.

د خان وکیل علي ظفر له عدالته وغوښتل چې د کمېشن فیصله دې وځنډوي چې نوموړی په ضمني انتخاباتو کې برخه واخیستای شي خو مشر قاضي ورته وویل چې هغه د کمېشن تفصیلي پرېکړه نه ده ورکړې نو ځکه د مقدمې اورېدنه نه شي کولای او فیصله هم نه شي ځنډولای.

انتخاباتي کمېشن د خان د نااهلۍ پرېکړه پر داسې مهال وکړه چې نوموړي د اکتوبر پر ۱۶مه د قامي اسمبلۍ د اتو حلقو په ضمني انتخاباتو کې شپږ څوکۍ وګټلې.

تحریک انصاف ګوند د کمېشن پرېکړه وغندله او د اکتوبر پر ۲۲مه یې پرضد په اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړ.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې په کورمه کې د قامي اسمبلۍ د ۴۵مې حلقې څوکۍ ډکولو لپاره ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۳۰مه کوي. عمران خان د تحریک انصاف ګوند له خوا د هغې څوکۍ نوماند دی.

XS
SM
MD
LG