د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ د اکتوبر پر ۳۰مه انتخابات کېږي


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر خالي اتو څوکيو ضمني انتخابات وشول>

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د هغه هېواد د قامي اسمبلۍ پر ۴۵مه حلقه د ضمني انتخاباتو اعلان کړی دی.

د انتخاباتي کمېشن یو چارواکي هارون شينواري د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په کورمه کې د قامي اسمبلي پر خالي څوکۍ به د اکتوبر پر ۳۰مه ضمني انتخابات کوي.

د روان کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان قامي اسمبلۍ پر اتو او پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکيو ضمني انتخابات وشول خو په کورمه کې د ناامنۍ له کبله ځنډول شوي ول.

انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ پر ۴۵مه حلقه د ضمني انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د اکتوبر پر ۱۱مه د ډنډرو او نورحسېن کليو ترمینځ د ځمکې پر سر د شوې جګړې له کبله د سیمې حالاتو تر خرابېدو وروسته وکړه.

په جګړه کې ښکېل کلي د قامي اسمبلۍ په ۴۶مه حلقه کې پراته دي خو د چارواکو په وينا، هلته شوې جګړې پر ټولې کورمې اغېز کړی وو نو ځکه يې ضمني انتخابات وځنډول.

د کورمې ولس له مودې راهیسې د قامي اسمبلۍ پر ۴۵مې حلقې د انتخاباتو غوښتنه کوله. د ضمني انتخاباتو د نېټې تر اعلان وروسته ځايي خلکو د خوشالۍ څرګندونه کړې او ویلي يې دي چې د سیمې د پرمختګ لپاره پارلېمان ته د هغوی استازی لېږدول اړين دي.

د قامي اسمبلي د کورمې څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف د غړي ملک فخر زمان تر استعفا وروسته خالي شوې ده.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې چې کله د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د ملک فخر زمان په ګډون د هغه ګوند ۱۲۳ غړو استعفا ورکړې وه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG