د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: خضدار کې د زیارتیانو بس اوښتی، ۲۳ تنه مړه


خضدار کې د زیارتیانو په دې بس کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. ۲۰۲۱، ۱۱م جون
خضدار کې د زیارتیانو په دې بس کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. ۲۰۲۱، ۱۱م جون

چارواکي وايي، د بلوچستان په خضدار کې د زیارتیانو بس اوښتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي دي. د سیمې د انتظامي او پولیس چارواکو ترمخه ۱۵ کسان د حادثې په ځای کې مړه شوي دي او نورو په نږدې روغتون کې ساه ورکړې ده.

د خضدار انتظامي مشر بشیر احمد خبریالانو ته ویلي چې بس د جون تر ۱۱مې پر سهار د خضدار په کرخ سیمه کې د پیر عبدالقادر نقشبندي له مزاره د سیند صوبې دادو ښار ته په لار وو چې واوښت. دا زیارتیان دغلته کلني عرس ته ورغلي وو، او وروسته بیرته روان وو.

د خضدار بس پېښه کې یو ژوبل تن تر درملنې لاندی دی. ۲۰۲۱، ۱۱م جون
د خضدار بس پېښه کې یو ژوبل تن تر درملنې لاندی دی. ۲۰۲۱، ۱۱م جون

د ده په خبره، په پېښه کې ۴۰ زیات کسان ژوبل دي چې د خضدار روغتون ته رسول شوي. بشیر احمد زیاتوي چې د لومړیو پلټنو ښکاري چې ګاډی د تېز رفتارۍ له وجې له ډرېوره بې قابو شوی او اوښتی دی.

په بلوچستان کې بیا بیا ټرېفیکي پېښې هرکال سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

طبي مرکز مرک د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر ۲۲مې راهيسې د بلوچستان په لويو سړکونو کېدونکې ټرافيکي پېښې ثبتوي. د دې شمېرو له مخې په تېرو ۱۷ مياشتو څه باندې ۱۱زره او اته پېښې شوې چې پکې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۱۴ زره ۸۴۲ ټپیان شوي دي.

چارواکي، ډرايوران، مسافران او د ټرانسپورټرانو اتحاديې مشران د ټرافيکي پېښو لوی لامل په بلوچستان کې د پراخو سړکونو نشتوالی یادوي.

په دې صوبه کې شاوخوا ۴۵ زره کلوميټره سړکونه او پنځه لويې لارې (های وېز) دي خو تر ټولو زیات ټريفک د چمن، کوټې او کراچۍ های وې او د کوټې او ږوب پر لویو لارو وي.

د بلوچستان ټرانسپورټ اېکشن کمېټۍ وياند ناصر شاهواني د مې پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د ټرافيکي پېښو لوی لامل د سړکونو تنګوالی دی. عادي خلک او چارواکي او ټرانسپورټران دې سړکونو ته د "قاتل سړکونو" نوم ورکوي.

"په بلوچستان کې د دوه طرفه پراخو سړکونو د نشتوالي له وجې ټرافيکي پېښې کېږي. د ټرکونو، مزدا، بسونو، موټرسايکلانو او ان پیاده خلک د دې پېښو ښکار شي. سړکونه تنګ دي او د صوبې نفوسو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې له کبله يې پر سړکونو د ګاډو شمېر او تګ راتګ زیات شوی دی. "

د پاکستان سيند، پنجاب او خيبر پښتونخوا صوبو موټروې لري خو په بلوچستان کې لاهم نشته. د ږوب او کوټې ترمينځ سړک پرته د نورو سړکونو ارتوالی ۲۴ فټه دی چې په مينځ کې يې د سړک وېشلو ټيټ دېوال یا خنډ هم نشته او يوازې سپینه کرښه راښکل شوې وي. د ږوب اوکوټې ترمينځ ۳۳۷ کلوميټره سړک ۴۸ فټه ارتوالی لري.

د پاکستان د لويو لارو ملي ادارې نېشنل های وې اتارټي چارواکي وايي چې د دوه طرفه ټرافيک لپاره بايد د سړک ارتوالی ۴۸ فټه وي.

د بلوچستان ټرانسپورټ اېسوسي اېشن يو غړي عبدالجبار اڅکزي د مې پر ۲۵ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې له ګورنر سره یې ځانګړی ملاقات کړی او ورڅخه يې د سړکونو پراخولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG