د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور لیډي رېډنګ روغتون وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې ۱۳ زره ټرېفیکي پېښې ثبت کړې


د ټرافيکي پیښو په اړه یوه نړيواله ویب پاڼه ګلوبل روډ سیفټي وايي، پاکستان د نړيوال معیار د ټرافيکي قوانينو په عملي کولو کې هم پاتی دی.
د ټرافيکي پیښو په اړه یوه نړيواله ویب پاڼه ګلوبل روډ سیفټي وايي، پاکستان د نړيوال معیار د ټرافيکي قوانينو په عملي کولو کې هم پاتی دی.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پيښور مشهور لیډي رېډینګ روغتون ویلي چې یوازې د دوی ایمرجنسۍ څانګې ته په ۲۰۲۱م کال کې د شاوخوا ۱۳۰۰۰ زره ټرافيکي پیښو سره تړاو لرونکي ټپیان ورغلي وو.

دا خبره د خيبر پښتنوخوا صوبې تر ټولو لوی روغتون د اطلاعاتو څانګې په کلني رپورټ کې کړې ده.

د یاد روغتون د اطلاعاتو د څانګې مشر محمد عاصم د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې په دې ۱۳۰۰۰ زره پېښو کې ډيری هغه پيښې وې چې د پيښور په بیلا بیلو سیمو کې شوې وې.

د ده په وینا، په دې کې ګڼ شمیر هغه تنکي هلکان وو چې په يوه پايه د موټر سايکلو کرتبونو کولو له امله د مرګونو حادثو ښکار شوي ول.

ده وویل، " په دوی کې زیاتره هغه وو چې پر سرونو سخت ژوبل شوي وو ، په دوی کې ګڼ شمیر ټول عمري معذوره شول، يو شمیر پکې مړه شول، خو تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې دې کسانو کې لويه شمیره د هغو تنکيو هلکانو وه چې په موټرسایکلو به یې لوبې کولې او پر يوه پايه به یې ځغلول."

د محمد عاصم په خبره د ۲۰۲۱م کال دا شمیره د تیر ۲۰۲۰م کال د ټرافيکي پيښو د شمیرو نه ۱۵۰۰ زیاته ده.

د ا شمیره یوازې د ليډي ريډنګ روغتون په خپور شوي رپورټ کې په ډاګه شوې ده.

مشال راډیو د پيښور د دوو نورو خيبر ټيچنګ او حیات اباد ميډيکل کمپليکس د اطلاعاتو له څانګو په ۲۰۲۱م کال کې د ټرافیکي پیښو د تفصیل غوښتنه وکړه خو د ژمنې باوجود هغوي دا تفصیل شریک نه کړ.

د ټرافيکي پیښو په اړه د پاکستان د شماریاتو د محکمې لخوا د ۲۰۲۱کال د ډېسمبر پر ۶مه په خپور شوي رپورټ کې ويیل شوي چې په هیواد کې ۸۰ فيصدي ټرافيکي پیښې په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې کيږي.

د دې رپورټ په وینا، په تیرو شپږو کالو کې په هغه هيواد کې ۶۸۳۲۲ پيښې رامنځته شوې دي چې ۴۰ فيصده پکې مرګونې پيښې وې.

رپورټ زیاتوي‌ چې په دې کې په مجموعي توګه ۴۳ فيصده په پنجاب او ۳۷ فيصد په خيبر پښتونخوا کې شوې وې.

د ټرافيکي پیښو په اړه یوه نړيواله ویب پاڼه ګلوبل روډ سیفټي وايي په پاکستان کې د ټرافيکي قوانینو او خوندي سړکونو د نظام ذمه وار د مواصلاتو وزارت په دې اړه څه خاص هدف نه لري.

د یادې ویب پاڼې په لیکنه، پاکستان د نړيوال معیار د ټرافيکي قوانينو په عملي کولو کې هم پاتی دی.

خو د خيبر پښتونخوا د ټرافيکو د پوليسو ویاند شهاب خان بیا ادعا وکړه چې په ولس کې د ټرافيکي قوانينو په اړه د پوهاوي بیا بیا کمپاينونو له امله په ۲۰۲۱م کال کې په ټرافيکي پيښو کې د کمښت رجحان راغلی دی.

ده وویل، "د ۲۰۲۰م کال په مقابله کې په ۲۰۲۱م کال کې په ټرافيکې پيښو کې هم کمی راغلی دی او دې پیښو کې ۱۹ فيصدي مرګونې پیښې هم کمې شوې دي."

نوموړي بیا هم پر ولس غږ وکړ چې څنګه په نورو صوبو او اسلام اباد کې د ټرافيکي قوانينو خیال ساتي هم داسې باید په خيبر پښتونخوا کې هم ساتي.

د پاکستان د شماریاتو د محکمې د شمیرو له مخې په تیرو شپږو کالو کې په سند صوبه کې څه دپاسه پنځه زره او په بلوچستان کې څه د پاسه دوه نیم زره ټرافيکي پيښې شوې دي خو په خيبر پښتونخوا کې دا شمیره څه د پاسه ۲۵ زره ده.

XS
SM
MD
LG