د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي حکومت دې تر مارچ پورې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي


عمران خان په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له دندې له ګوښه کېدو راهیسې حکومت ضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی - د اکتوبر ۲۸مې انځور.
عمران خان په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له دندې له ګوښه کېدو راهیسې حکومت ضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی - د اکتوبر ۲۸مې انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، که وفاقي اېتلافي حکومت د ۲۰۲۳ز کال تر مارچ پورې د عامو انتخاباتو نېټه اعلان نه کړه نو د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ به ماتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت ویلي دي چې په ملک کې د سياسي ثبات لپاره له پاکستان تحريک انصاف سره "بې له شرطه جدي (سنجیده) خبرو ته تیار" دی.

عمران خان د ډېسېمبر پر درېیمه ناوخته د پاکستان له شخصي بول نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې که حکومت لږترلږه د مارچ میاشتې تر پایه په ملک کې انتخابات وکړي نو دی به د دواړو صوبو د اسمبلیو ماتولو پرېکړه وځنډوي.

اخوا د کورنیو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله او د اورګاډو چارو وفاقي وزیر خواجه سعد رفيق د ډېسېمبر پر درېیمه په لاهور کې د خبري غونډې پر مهال د تحریک انصاف د مشر عمران خان غوښتنو ته په اشاره وویل، اېتلافي حكومت په ملک کې د عامو انتخاباتو کولو لپاره د مشروطو مذاكراتو وړانديز نه مني.

د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تر دې مخکې د ډېسېمبر پر دویمه هم په لاهور کې د خپل ګوند غونډې ته ویلي ول چې حکومت دې ورسره خبرو ته کښېني او د عامو انتخاباتو نېټه دې ورته وښيي.

د ده په وینا، که حکومت داسې و نه کړي‌ نو د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتوي. "يا خو له موږ سره کښېنئ او خبرې وکړئ او د عامو انتخاباتو نېټه راته راکړئ چې کله يې تاسې کول غواړئ او که داسې نه وي نو موږ به خپلې اسمبلۍ ماتې کړو."

عمران خان د تحریک انصاف ګوند پر رسمي ټوېټرپاڼه په ویډیو کې ویلي چې په ملک کې د ټولو مسلو حل په دې کې دی چې رڼې ټاکنې یا شفاف انتخابات وشي.


خو د مسلم لیګ (ن) ډلې مخکښ خواجه سعد رفيق وویل، " تر هغې چې د مذاکراتو خبره ده نو پخوا هم څو ځلې غير رسمي خبرې اترې شوې دي او دلچسپه خبره دا ده چې رابطې هم خپله کوي او بيا په ويلو یې شرمېږي."

خواجه سعد رفیق وویل، د خبرو اترو پرېکړه به پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کوي او د ده په وینا، په نړۍ کې مذاکرات "کله هم مشروط نه وي."

ده داراز وويل، "اسمبلۍ د دې لپاره جوړېږي چې په ملک کې د حکومتدارۍ لپاره قوانین جوړ کړي، موږ د اسمبلیو ماتولو په حق کې نه یو."

خو خواجه سعد رفیق زیاته کړه چې په وفاقي اېتلافي حکومت کې شامل پاکستان جمهوري غورځنګ به تحریک انصاف ته دا خواست و نه کړي چې "اسمبلۍ مه ماتوئ."


البته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله تر دې مخکې په بیا بیا ویلي چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې به پر اعلاوزیرانو د عدم اعتماد تحریکونو له لارې د اسمبلیو ماتولو مخه نیسي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د تحریک عدم اعتماد له لارې له وزیراعظمۍ ګوښه شوی وو چې تر هغې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپريل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

عمران خان له هغه وخت راهیسې په ملک کې احتجاجونو ته دوام ورکړی او غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې ژرترژره په ملک کې تر وخت وړاندې عام انتخابات اعلان کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شریکو ګوندونو حکومت وايي، عام انتخابات به په ایین کې له ټاکل شوي‌ وخت سره سم ترسره کېږي.

په پاکستان کې د اوسنیو اسمبلیو موده د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې پوره کېږي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر هغې وروسته به د درو میاشتو لپاره لنډمهاله حکومت ټاکل کېږي چې به په ملک کې عام انتخابات کوي.

دې هر څه ته په کتو، امکان شته چې په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر یا نومبر میاشت کې وشي.

البته د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې " که ضرورت وو نو انتخابات تر یو کاله ځنډېدای هم شي."

XS
SM
MD
LG