د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتوي


عمران خان د نومبر په پای کې د حکومت ضد لاریون په پای کې اعلان وکړ چې اسمبلۍ ماتوي - د اکتوبر ۲۸مې انځور.
عمران خان د نومبر په پای کې د حکومت ضد لاریون په پای کې اعلان وکړ چې اسمبلۍ ماتوي - د اکتوبر ۲۸مې انځور.

د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتوي.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی. خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

تحریک انصاف ګوند د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر رسمي ټوېټر پاڼه د عمران خان لنډ ويډيو پيغام خپور کړ چې پکې له هغه سره د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او د پنجاب اعلا وزیر چودري پروېز الهي هم ناست ول.

عمران خان وویل د اسمبلیو ماتولو موخه یو ځل بیا پر وفاقي حکومت فشار اچول دي په ملک کې یې د عامو انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کړي. "موږ فکر کوو چې که مو حکومت لاړ شي هم نو په دې ملک کې چې تر څه وخته رڼې ټاکنې و نه شي، له موږ ټولو سره دا وېره ده چې ملک ډوبېږي."

د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مريم اورنګزېب د عمران خان تر اعلان وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې "انتخابات به د عمران خان په خوښه نه کېږي."

نوموړې زیاته کړه چې عمران خان یوازې "سیاسي اعلانونه" کوي او د اسمبلیو په تحليلولو کې "سنجيده" نه دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پر ټوېټر لیکلي چې تحریک انصاف په تېرو وختونو کې له خپلو پرېکړو او اعلانونو څخه د پر شا کېدو تاریخ لري چې "که په پام کې ونیول شي نو تحریک انصاف به په یوه اوونۍ کې د اسمبلیو ماتولو له پرېکړې هم پر شا شي."

له دې پرته وفاقي حکومت په وروستیو کې وویل، تحریک انصاف دې ته نه پرېږدي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتې کړي بلکې په وینا یې، د اعلا وزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي.

وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف یوه مخکښ مشر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر اوومه په لاهور کې د ګوند د لوړپوړو سیاستوالانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي ول چې پخوانی وزیراعظم "عمران خان په راتلونکو ورځو کې د خیبر پښتونخوا او د پنجاب د اسمبلیو ړنګولو اراده لري. زموږ خواهش دی چې تر روژې مخکې انتخابات شوي وي او نوي حکومتونه جوړ شوي وي."

ټاکل شوې چې د روژې میاشت د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۲۲مه یا ۲۳مه پیل شي.

عمران خان په لومړي ځل په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د ماتولو ګواښ د ۲۰۲۲م د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د حکومت پرضد د لاریون ختمولو پر مهال کړی وو.

تر دې وروسته د خیبر پښتونخوا او پنجاب اعلاوزیرانو ویلي ول چې که عمران خان ورته ووايي نو د اسمبلیو ړنګولو ته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي ول چې که وفاقي حکومت په مارچ کې انتخابات کوي نو دی ورسره د سیاسي اختلافاتو هواري لپاره خبرو ته تیار دی خو حکومت وايي، مشروط مذاکرات نه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د تحریک عدم اعتماد له لارې له وزیراعظمۍ ګوښه شوی وو چې تر هغې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپريل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

خان له هغه وخت راهیسې په ملک کې احتجاجونو ته دوام ورکړی او غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې ژرترژره په ملک کې تر وخت وړاندې عام انتخابات اعلان کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شریکو ګوندونو حکومت وايي، عام انتخابات به په ایین کې له ټاکل شوي‌ وخت سره سم ترسره کېږي.

په پاکستان کې د اوسنیو اسمبلیو موده د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې پوره کېږي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر هغې وروسته به د درو میاشتو لپاره لنډمهاله حکومت ټاکل کېږي چې به په ملک کې عام انتخابات کوي.

دې هر څه ته په کتو، امکان شته چې په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر یا نومبر میاشت کې وشي.

البته د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې " که ضرورت وو نو انتخابات تر یو کاله ځنډېدای هم شي."

XS
SM
MD
LG