د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور های کورټ پروېز الهي په مشروط ډول په خپل منصب بحال کړ


پرویز الهی د پاکستان تحریک انصاف لخوا په ګڼو رایو سره د پنجاب اعلا وزیر ټاکل شوی وو: انځور له ارشیفه
پرویز الهی د پاکستان تحریک انصاف لخوا په ګڼو رایو سره د پنجاب اعلا وزیر ټاکل شوی وو: انځور له ارشیفه

لاهور های کورټ په یوه پرېکړه کې ویلي چې چودري پروېز الهي به په خپلې څوکۍ پاتې کېږي خو د اسمبلۍ له غړو به د باور رایه ترلاسه کوي.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په محکمه کې د پنجاب د ګورنر بلیغ الرحمان لخوا د هغې صوبې د وزیراعلی چودري پروېز الهي د لرې کولو د پرېکړې پر ضد د مقدمې اورېدنه وشوه. دا مقدمه د مسلم لیګ (ق) یو مشر چودري پرویز الهی جمع کړې وه.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه ناوخته د صوبې ګورنر په يوه حکم نامه کې اعلا وزیر له چوکۍ نه د ليرې کولو جواز دا وښودلو چې پرویز الهي په ټاکل شوي وخت کې دننه له صوبايي اسمبلۍ څخه د باور رایو تر لاسه کولو کې ناکامه شوی دی.

ګورنر بليغ الرحمان په خپله حکم نامه کې ويلي وو چې د ایین له مخه یې د ډېسېمبر پر ۱۹مه اعلا وزیر ته د صوبايي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ اخيستو امر کړی وو خو په مقرر کړل شوي وخت کې یې دا اییني ضرورت پوره نه کړ نو ځکه د اعلا وزیر په څوکۍ د پاتې کيدو حق نه لري.

په حکمنامه کې ویل شوي وو چې د اعلا وزیر پرويز الهي ترڅنګ د صوبايي کابينې وزیران هم له څوکيو لېرې شول خو د نوي اعلا وزیر او کابینې تر انتخاب پورې به موجوده کابينه کار کوي.

خو د ډېسېمبر پر ۲۳مه د لاهور های کورټ د جسټس عابد عزیز شیخ په مشرۍ کې پنځه کسیزه هیت د مقدمې اوریدنه وکړه. عدالت د چودري پرویز الهي مدافع وکیل ته وویل، که د پنجاب صوبې ګورنر ویلي چې وزیراعلی دې د باور رایه واخلي، نو په دې حکم دې عمل وشي. چودري پرویز الهي عدالت ته لیکلی بیان ورکړ چې که هغه او کابینه یې پر خپلو منصبونو بیا وټاکل شول نو د عدالت تر بلې اورېدنې پورې به د اسمبلۍ د ماتولو درخواست (سمري) نه لېږي.

د پنجاب د ګورنر بلیغ الرحمان وکیل عدالت ته وویل، پرویز الهي ته دې درې څلور ورځې وخت ورکړل شي څو د باور رایه واخلي او که هغه د باور رایه ترلاسه کړه نو ګورنر به د نوموړي د لرې کولو امر بیرته واخلي. عدالت د ګورنر له وکیل نه هم غوښتنه وکړه چې دا خبره دې لیکلي ورکړي چې که پروېز الهي د باور رایه ترلاسه کړه نو ګورنر به د هغه د لرې کولو امر بیرته اخلی.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي وو، چودري پروېز الهي په قانوني ډول د پنجاب وزیراعلی نه دی پاتې شوی ځکه چې نوموړي د ګورنر تر امر وروسته له اسمبلۍ د اعتماد رايه نه ده اخیستې. رانا ثناالله د ډېسېمبر پر ۲۲مه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې چودري پروېز الهي ته ګورنر ويلي وو چې د ډېسېمبر تر ۲۱مې له اسمبلۍ رايه واخلي ځکه چې د نوموړي په خلاف د اسمبليو غړيو د عدم اعتماد اظهار کړی وو. نوموړي وویل: "ګورنر راج لګېدلی شي، دا به د دوو میاشتو لپاره وي او دا به هله لګېږي چې ګورنر یې اعلان وکړي، دا د ایين تقاضا ده."

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف يو مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودري د ډېسېمبر پر ۲۲مه ناوخته د ګورنر د دې اقدام وروسته په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې اعلا وزیر او صوبايي کابينه په خپلو څوکيو موجود دي. د نوموړي په خبره د ګورنر د دې اقدام هيڅ اییني او قانوني حيثيت نشته او صدر ته د ګورنر پر ضد د ريفرنس استولو سره د ګورنر د ليرې کولو د اقداماتو پيل کوو.

پرویز الهی د پاکستان تحریک انصاف لخوا په ګڼو رایو سره د پنجاب اعلا وزیر ټاکل شوی وو.

په پنجاب صوبه کې دا سیاسی عدم استحکام او د اعلا وزیر د انتخاب دا ستونزه پس له هغې رامنځته شوې چې د روان کال په اپریل کې په مرکز کې د عدم اعتماد د تحریک په زریعه د تحریک انصاف مشر او پخوانې وزیر اعظم عمران خان او په پنجاب صوبه کې د هغه د ګوند منتخب اعلا وزیر عثمان بزدار له واکه ليرې کړل شو.

په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزېشن غړو د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د وزیراعلی په خلاف عدم اعتماد تحريک جمع کړ. دا تحریک د وزیر اعلی ترڅنګ د سپیکر او مرستیال سپیکر پر ضد هم وو چې پکې د بې باورۍ د رایو د اخیستو غوښتنه شوې وه. د پنجاب اسمبلۍ ټولې چوکۍ ۳۷۱ دي او د اعلا وزیر د جوړېدو لپاره ۱۸۶ رایې پکار وي. که څه هم دغلته د اپوزيشن اتحاديانو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ غړيو شمېره د حکمران اتحاديانو (مسلم ليګ (ق) او تحريک انصاف) ډيره نه ده خو رانا ثناالله ادعا کړې چې دوی کولی شي د عدم اعتماد تحريک کاميابولو لپاره کافي رایې پيدا کړي.

عمران خان تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۷مه اعلان کړی وو چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ به د ډېسېمبر پر ۲۳مه ماتوي. تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی. خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

عمران خان په لومړي ځل په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د ماتولو ګواښ د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د حکومت پرضد د لاریون ختمولو پر مهال کړی وو.

د پاکستان وفاقي حکومت حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG