د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: غريبو کورنيو ته د مياشتې دوه زره روپۍ ورکوو


شهباز شريف د مې پر ۲۷مه ولس ته په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې هغوی د پېټرولو او ډيزلو د زياتو بيو له بوج څخه د غريب ولس د ژغورلو لپاره دغه مياشتنۍ مرستې پېلوي.
شهباز شريف د مې پر ۲۷مه ولس ته په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې هغوی د پېټرولو او ډيزلو د زياتو بيو له بوج څخه د غريب ولس د ژغورلو لپاره دغه مياشتنۍ مرستې پېلوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د هېواد يو کروړ څلوېښت لکه غريبو کورنيو ته د مياشتې پر سر د دوه زره روپيو ورکولو اعلان کړی دی.

شهباز شريف د مې پر ۲۷مه ولس ته په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې هغوی د پېټرولو او ډيزلو د زياتو بيو له بوج څخه د غريب ولس د ژغورلو لپاره دغه مياشتنۍ مرستې پېلوي.

د ده په خبره د دې مرستو ورکولو لپاره دوی د ۲۸ اربه روپیو نوی مياشتنی پېکج پیلوي چې د ده په وینا، له دې مرستو به کروړونو خلکو ته ګټه ورسيږي

ده وویل، "دغه کورنۍ په اته نيم کروړه خلکو مشتملې دي. دا د هغه مالي مرستو څخه جلا پيسي دي چې دې غريبو خلکو ته له وړاندې څخه د بې نظير انکم سپورټ پروګرام له لارې ورکول کيږي."

نوموړي زیاته کړه چې دغه پېکج به په لسم جون وړاندې کېدونکي د راتلونکي مالي کال په بجټ کې شامل کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د مې پر ۲۶ مه اعلان وکړ چې پر تېلو د رعایت کمولو په موخه د پېټرولو، ډیزلو او د خاورو تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی کوي.

د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل د مې پر ۲۶مه خبري غونډې ته وویل، حکومت د پېټرولو او ډیزلو پر سر هره میاشت ولس ته د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت (سبسېډي) ورکوي چې دا کار ورته نور ډېر ګران تمامېږي.

د حکومت له اعلان سره سم، د مې له ۲۷مې څخه د یو لیټر پېټرولو نرخ ۱۷۹.۸۶ روپۍ، د ډیزلو ۱۷۴.۱۵، د خاورو تېلو ۱۵۵.۵۶ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۴۸.۳۱ روپۍ ته لوړ شوی دی.

د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت له کومو ستونزو سره مخ دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:27 0:00

مفتاح اسماعیل په دوحه کې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له چارواکو سره تر خبرو وروسته اسلام اباد ته په ستنېدو خبریالانو ته وویل چې هغې ادارې هم ورته ویلي دي چې د تېلو بیو تر لوړېدو پورې ورته پور نه ورکوي.

حکومت د تېلو په بیو کې د زیاتوالي اعلان تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د شپږ اربه ډالرو د پور بحالولو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

تر خبرو وروسته د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه وغوښتل چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعايت ختم کړي.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي تګلارو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG