د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تېلو د یو لیټر په بیه کې د ۳۰ روپیو زیاتوالي اعلان وکړ


په پېښور کې یو کس په خپل موټرسایکل کې تېل اچوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو کس په خپل موټرسایکل کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت پر تېلو د رعایت کمولو په موخه د پېټرولو، ډیزلو او د خاورو تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی دی.

د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل د مې ۲۶مې پر ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د پېټرولو او ډیزلو پر سر هره میاشت ولس ته د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت (سبسېډي) ورکوي چې دا کار ورته نور ډېر ګران تمامېږي.

د حکومت له اعلان سره سم، د مې له ۲۷مې څخه د یو لیټر پېټرولو نرخ ۱۷۹.۸۶ روپۍ، د ډیزلو ۱۷۴.۱۵، د خاورو تېلو ۱۵۵.۵۶ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۴۸.۳۱ روپۍ ته لوړ شوی دی.

مفتاح اسماعیل په دوحه کې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له چارواکو سره تر خبرو وروسته اسلام اباد ته په ستنېدو خبریالانو ته وویل چې هغې ادارې هم ورته ویلي دي چې د تېلو بیو تر لوړېدو پورې ورته پور نه ورکوي.

حکومت د تېلو په بیو کې د زیاتوالي اعلان تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د شپږ اربه ډالرو د پور بحالولو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

تر خبرو وروسته د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه وغوښتل چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعايت ختم کړي.

دا رعايت د روان ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ مياشت کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت اعلان کړی وو چې له کبله يې د پيسو نړيوال صندوق د نېږدې يو ارب ډالرو ورکړه ودروله.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي تګلارو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

په تېرو درو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د حکومت له لوري د تېلو بیو د لوړولو تر پرېکړې وروسته د پاکستانۍ روپۍ ارزښت زیات شوی دی چې ورسره سم، د مې پر ۲۷مه په بانکونو کې یو امریکايي ډالر په ۱۹۹.۵۰ روپیو خرڅېده. تر دې یوه ورځ مخکې د بازار تر تړل کېدو پورې یو امریکايي ډالر په ۲۰۲ روپۍ خرڅېده.

XS
SM
MD
LG