د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ای اېم اېف ترمینځ د پورونو بحالولو خبرې بې نتيجې پای ته رسېدلي


د پيسو نړيوال صندوق په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان ته د پور ورکولو پروګرام منظور کړی وو. انځور له ارشيفه
د پيسو نړيوال صندوق په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان ته د پور ورکولو پروګرام منظور کړی وو. انځور له ارشيفه

د پاکستان او پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمینځ په قطر کې د شپږ اربه ډالرو پور بحالولو لپاره خبرې بې له نتيجې پای ته رسېدلي دي.

تر خبرو وروسته د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه وغوښتل چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعايت ختم کړي. دا رعايت د روان ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ مياشت کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت اعلان کړی وو چې له کبله يې د پيسو نړيوال صندوق د نېږدې يو ارب ډالرو ورکړه ودروله.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي تګلارو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د مې پر ۲۵مه د سوېټزرلينډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د هغې موافقې شرایط بدل شوي دي.

د پاکستان حکومت روانه میاشت د مالي او اقتصادي ستونزو د هواري په موخه په قطر کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د نوي پور پر شرطونو او د پخواني هغه د پرې کولو مودې پر غځولو وغږېد.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب د مې پر ۲۴مه وویل چې پاکستان ته د ورکړي درې اربه ډالرو د پور د ستنولو نېټه غځوي.

د سعودي عرب د مالي چارو وزیر محمد بن عبدالله الجدعان د سوېټزرلینډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې رویټرز اژانس ته ویلي دي چې سږ کال د پاکستان له دولتي بانکه خپل درې اربه ډالره نه باسي او په دې ترڅ کې یې زیاتره چارې سر ته رسولې دي.

پاکستان له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او په تېرو اوونیو کې یې روپۍ په دوامداره توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. اوسمهال په هغه هېواد کې یو امریکايي ډالر په ۲۰۰ روپیو پلورل کېږي.

په تېرو درو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG