د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د یو لیټر پېټرولو او ډيزلو بيې ۳۰ روپۍ لوړې شوې


په پېښور کې د تيلو د يو پمپ کارکوونکی يو موټر ته تېل اچوي. انځور له ارشيفه
په پېښور کې د تيلو د يو پمپ کارکوونکی يو موټر ته تېل اچوي. انځور له ارشيفه

په پاکستان کې سر له ننه (جون درېيمې) د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ او د خاورو تېلو بیه څه د پاسه ۲۶ روپۍ لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی وو. د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل د جون دويمې پر ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، دا ګام یې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د پروګرام بحالۍ لپاره اخیستی دی.

ده وویل، د تېلو په اړه د پخواني حکومت ورکړی ټول رعایت ختموي ځکه چې په وینا یې، حکومت پېټرول او ډیزل په تاوان نه شي خرڅولای.

له نوي اعلان سره سم، په پاکستان کې د یو لیټر پېټرولو بیه څه د پاسه ۲۰۹ روپۍ، د ډیزلو ۲۰۴، د خاورو تېلو هغه شاوخوا ۱۸۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو د یو لیټر بیه ۱۷۸ روپیو ته لوړه شوې ده.

بلخوا پاکستان کې د بجلۍ د نظم ادارې (نېپرا) هم د بجلۍ ګرانولو منظوري ورکړې چې تر مخې یې یو یونټ اووه روپۍ او ۹۱ پيسې ګران شوی دی. دا ډول د بجلۍ د يو يونټ بيه ۲۴ روپۍ ۸۲ پيسو ته لوړه شوې ده.

د پاکستان شخصي ټېليويژن جيو نيوز د جون پر دويمه د نېپرا په حواله ليکلي چې د بجلۍ زياتېدو بنيادي لامل دا دی چې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کم شوی او په نړیواله منډۍ کې د تیلو بيې زياتې شوې دي.

حکومت د تېلو په بیو کې د زیاتوالي اعلان تر هغه وروسته کړی چې د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ تېره اوونۍ د شپږ اربه ډالرو د پور بحالولو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

ای اېم اېف په ۲۰۱۹ز کال کې له اسلام اباد سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون کړی وو خو تېر کال یې د شرطونو نه پوره کېدو له وجې پاکستان ته د پور ورکړه ودروله. ای اېم اېف له اسلام اباده غوښتي دي چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعایت ختم کړي.

په تېرو درو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

XS
SM
MD
LG