د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د مارګلې غونډیو پر سلګونه اېکړه ځمکه د پوځ د ملکیت دعوه رد کړه


په اسلام اباد کې یوشمېر خلک د مارګلې غونډیو پر سر په یوه رستوران کې ناست دي - د ۲۰۲۰ز کال د اګست ۱۰مې انځور.
په اسلام اباد کې یوشمېر خلک د مارګلې غونډیو پر سر په یوه رستوران کې ناست دي - د ۲۰۲۰ز کال د اګست ۱۰مې انځور.

اسلام اباد های کورټ د مارګلې په غونډیو (مارګله هېلز) کې پر سلګونه اېکړه ځمکه د پوځ د ملکیت دعوه رد کړې ده او هلته یې ټولې ودانۍ ناقانونه ګرځولې دي.

های کورټ د جولای پر ۱۳مه په خپله تفصیلي پرېکړه کې همداراز ویلي چې د پاکستان پوځ او بحري ځواک د پلازمېنې په هغه برخه کې د ودانیو په جوړولو د "قانون سرغړونه کړې" ده او دا چې هغوی قانوني "اجازه نه لري چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول کاروبارونه" ولري.

د مارګلې ملي یا نیشنل پارک په نوم په هغه ۸،۰۶۸ اېکړه ځمکه کې د بحري ځواک د ګالف لوبغالی او مونال رستوران شامل دي چې د پوځ د فارمونو ریاست په اجاره ورکړی وو.

اسلام اباد های کورټ په دې اړه د مقدمې لنډه فیصله د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۱مه خپره کړې وه. په هغه فیصله کې عدالت د پاکستان بحري ځواک د کلب هاوس او د مونال رستوران ودانیو ړنګولو او د مارګلې ګرین ګالف کلب په نوم د لوبغالي تړلو امر کړی وو. عدالت ویلي ول چې هغه ځمکه د مارګلې غونډیو د ملي پارک ملکیت ده.

د عدالت مشر قاضي اطهر من الله د جولای پر ۱۳مه په خپره کړې تفصیلي پرېکړه کې لیکلي دي چې د ملي پارک پر څه د پاسه ۸،۰۰۰ اېکړه ځمکې د پوځ د ملکیت دعوه ناسمه ده او د بحري ځواک د ګالف کورس یا لوبغالي جوړول "ناقانونه" کار دی.

د پاکستان پوځ او بحري ځواک د عدالتي پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د های کورټ د فیصلې ارزښت

په لندن کې د پوځي او سیاسي چارو شنونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي، په فیصله کې عدالت "ښه نکتې" ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د "پوځ دنده" د هېواد "حفاظت کول او له ایین سره سم د ولس مرسته کول" دي "نه چې کاروبار چلول."

مهمه مسله دا ده چې وفاقي یا صوبايي حکومتونه به د عدالت له حکم سره سم، خپله ځمکه واپس واخیستای شي او که څنګه؟
عایشه صدیقه

صدیقې په ۲۰۰۷ز کال کې د پاکستان د پوځي او امنیتي ادارو د کاروباري فعالیتونو په اړه یو څېړنیز کتاب خپور کړی وو.

نوموړې د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د مارګلې ځمکې پر سر لانجه "خورا پخوانۍ وه. پوځ تل ویلي چې زموږ ادارې نه بلکې بنسټونه (فاونډېشنونه) کاروبارونه چلوي چې پکې ډېر غیر پوځي کسان په روزګار دي او زموږ ورسره هېڅ تعلق نه شته. خو که موږ د بحري ځواک، هوايي ځواک او پوځ مرکز ته وګورو نو هغه درواغ مخې ته راځي چې پوځ یې له پخوا راهیسې وايي."

خو صدیقه زیاتوي چې دلته "مهمه مسله دا ده چې وفاقي یا صوبايي حکومتونه به د عدالت له حکم سره سم، خپله ځمکه واپس واخیستای شي او که څنګه؟"

خو د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیر د کاروبارونو چلولو په اړه د صدیقې د نظر مخالف دی.

نوموړي د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل، د عدالت فیصله پر خپل ځای سمه ده چې د پوځ دنده "کاروبار کول نه دي" خو دا فکر ناسم دی چې برحاله پوځیان کاروبارونه چلوي. "دا د پوځ رېټایرډ (متقاعد) خلک دي. [همداراز] که فوجي فاونډېشن دی یا وېلفېیر ټرسټ دی او تر هغې لاندې د چیني (بورې) کارخانې یا داسې نورې پروژې دي" نو هغه برحاله پوځیان نه چلوي.

د یوې کورنۍ غړي د مارګلې غونډیو مخې ته په پارک کې ګرځي - د ۲۰۲۱ز کال انځور.
د یوې کورنۍ غړي د مارګلې غونډیو مخې ته په پارک کې ګرځي - د ۲۰۲۱ز کال انځور.

د نذیر په خبره، د پوځ د خیر ښېګړې ادارو "پیسه د شهیدانو [کورنیو] باندې [لګېږي]، یا که څوک په [کمباینډ مېلېټري هسپتال یا] سي اېم اېچ کې دی او دواګانې یې له سرکاري فنډه نه پورې کېږي، نو بیا پکې له دې فنډه [پیسې] اچول کېږي؛ یا داسې لاعلاجه بیمارۍ وي، که یې اعضا ضایع شوي وي، هغه لګول وي نو داسې خرچې بیا له هغه [صندوقه] پوره کېږي."

سید نذیر د ځمکو په اړه وايي چې که انګرېزان د هند پر نیمه وچه واکمن ول نو له هغه وخت راهیسې پوځ ته ورکړل شویو ځمکو تفصیل د پټواریانو په کاغذونو کې موجود دی او د پوځ د ځمکو او املاکو څانګه (مېلېټري لینډ ډېپارټمنټ) یې چارې پر مخ وړي.

ده وویل د پوځ ځمکې په مختلفو درجو – اې، بي او سي – کې وېشل شوې دي چې د بېلابېلو مقصدونو لپاره کارېږي او د استعمال لپاره یې د یوې ځانګړې اجازتنامې اړتیا وي.

پخواني برېګېډییر سید نذیر زیاته کړه چې د اسلام اباد د مارګلې غونډیو سیمه د پلازمېنې امنیت له پلوه "ډېره مهمه" ځکه چې په هغه ښار کې سفارتخانې او د هېواد مهمې ودانۍ دي چې له غونډۍ څخه ښه څارل کېدای شي.

د مارګلې د ځمکې قضیه

د اسلام اباد یوه اوسېدونکي زاهد بېګ مرزا په ۲۰۱۴ز کال کې په اسلام اباد های کورټ کې یو درخواست دایر کړی وو چې پکې یې د مارګلې د ملي پارک د خوندیتوب غوښتنه کړې وه. د مارګلې د غونډیو په ځنګلونو کې یوشمېر وحشي ځناور او مارغان اوسي.

د پاکستان عمومي مفتش (اډېټر جنرل) دفتر په ۲۰۱۹ز کال کې په یو رپورټ کې د مارګلې غونډيو په ملي پارک کې د "۷۹ غیر قانوني ودانیو" نوملړ خپور کړی وو.

په رپورټ کې راغلي ول چې د مارګلې د غونډۍ او غره ځنګلونه، د پوځ فارم، ورسره نېږدې کلي او د راول ډنډ (جهیل) شاوخوا دوه کېلومیټره سیمه د مارګلې د ملي پارک برخه ده.

په رپورټ کې زیاته شوې وه چې د پارک حدبندي یا پولې نه دي مشخصې شوې او همدا لامل دی چې هلته ناقانونه ودانۍ جوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG