د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر عارف علوي وايي، د پوځ پر وطن پالنه شک نه دی په کار


ولسمشر ډاکټر عارف علوي نه یوازې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره اړه لري بلکې د هغه یو له نژدې سیاسي همکارو دی. 
ولسمشر ډاکټر عارف علوي نه یوازې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره اړه لري بلکې د هغه یو له نژدې سیاسي همکارو دی. 

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په پېښور کې د یوې غونډې پر مهال عمران خان ته په اشاره ویلي چې "هغه دې د پوځ په اړه د خپل بیان وضاحت په خپله وکړي."

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی دی چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي دا خبره د سېپټمبر پر پنځمه په پېښور کې له ځايي خبریالانو سره د ناستې پرمهال د یو پوښتې په ځواب کې کړې ده.

خو د ولسمشر پر رسمي ټویټر پاڼه د دې ناستې په اړه په خپاره شوي بیان کې که څه هم د عمران خان په اړه څه نه دي ویل شوي خو د هغه له بیان سره په تضاد کې څرګندونې شوې دي.

دا له هغه وروسته ده چې عمران خان د سېپټمبر پر څلورمه په فیصل اباد کې ولسي غونډې د وينا پر مهال بې له ثبوت وړاندې کولو ادعا وکړه چې نواز شریف او اصف علي زرداري دواړه غواړي چې په نومبر میاشت کې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس وټاکي.

عمران خان په دې وینا کې زیاته کړه چې "د اصف زرداري او نواز شریف پوره هڅه ده چې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس راولي دا ځکه چې دوی پیسې غلا کړې دي. دوی ويرېږي چې که يو تکړه او په وطن مين کس د پوځ مشر شو نو هغه به له دوی څخه پوښتنه کوي."

ولسمشر ډاکټر عارف علوي نه یوازې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره اړه لري بلکې د هغه یو له نژدې سیاسي همکارو دی.

نوموړي په پېښور کې له خبریالانو سره په ناسته کې ویلي چې " له جنراله نیولې تر عسکره، د یوه پر حب الوطني شک نه دی په کار."

ولسمشر علوي زیاته کړې چې د پاکستاني پوځ ټول جنرالان پر وطن مین دي او دی د ولسمشر په توګه د پوځ په ګډون ټولو ادارې ته احترام لري.

دا لومړی ځل نه دی چې عمران خان د پاکستاني پوځ د مشرتابه په اړه داسې لانجمنې څرګندونې کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم داسې بیانونه ورکړي دي چې حکومت او پوځ دواړو یې غندنه کړې ده.

خو د پاکستان پوځ د تحريک انصاف د مشر عمران خان پر دې تازه بیان "سخته حيرانيتا" ښودلې او هغه یې غیرضروري بللی دی.

د پاکستان پوځ د سېپټمبر پر پنځمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د عمران خان دا بیان په داسې حال کې د پوځ د مشرتابه بدنامولو هڅه ده چې "دا اداره هره ورځ د ملک د خوندي ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي".

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې "د پوځ د مشر د ټاکلو طریقه کار په ايين کې واضحه شوی دی او په دې اړه (د عمران خان] بیان ډير د افسوس وړ او مایوسونکی دی."

د دې تر څنګ د پیټرولیم وزیر مملکت او د مسلم لیګ ن ګوند غړي مصدق ملک د سېپټېمبر پر پنځمه یوې خبري غونډې ته ویلي چې د عمران خان تر بیان وروسته د قانون نافذکوونکیو او د انصاف ادارو امتحان راغلی دی چې له نوموړي په دې اړه پوښتنه وکړي.

ده وویل، "تاسو ماته دا ووایئ چې هغه کوم پاکستاني جرنېلان او مشران دي چې په اړه یې عمران خان وویل چې ځينې محب وطن دي او ځينې نور څه دي."

مصدق ملک زیاته کړه چې دی له عمران خان څخه تپوس کوي چې کوم جنرال تکړه نه دی؟

د پاکستان جمهوري تحریک او د جمعیت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د عمران خان دا تازه څرګندونې غندلې دي.

مولانا فضل الرحمان د سېپټمبر پر پنځمع پر ټویټر لیکلي چې دفاع او معیشت د یو هېواد د بقا ضمانت ورکوي."

نوموړي عمران خان ته په اشاره ویلي، " کله چې هغه په حکومت کې وو نو معیشت یې تباه کړ او اوس چې له حکومته بهر دی نو په دفاعي فصیل کې درزونه پیدا کوي."

مولانا فضل الرحمان د عمران خان له نامه یادولو پرته لیکلي چې، "موږ له ۱۲ کالو دا وایو چې دی د پاکستان ماتولو پر ایجنډا کار کوي."

عمران خان نه یوازې دا تورونه ټول وار په وار رد کړي بلکې برعکس تور پورې کوي چې په ځانګړې توګه د مسلم لیګ نون، پیپلز ګون او جمعیت علما اسلام مشرانو پاکستان لوټلی دی.

د ده په وینا، "تر هغه وخته به په ارام نه کښېني چې له دې سیاسي مشرتابه څخه یې د پاکستان د لوټلي دولت حساب نه وي اخیستی."

عمران خان د سېپټمبر پر شپږمه پر ټویټر که څه هم د پوځ بیان ته غبرګون نه دی ښودلی خو د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ پاکستان جمهوري غورځنګ یې سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي ویلي چې " د پي ډي ایم په نامه د مجرمانو کومه ډله د ده پرضد پروفېګنډه کوي، ده پر هغه نظر ساتلی او د پېښور په جلسه کې به ځواب وکړي."

عمران خان د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په ملک کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې واک ته رسېدلی او وزیراعظم شوی وو. خو د ۲۰۲۱م کال د اپرېل پر ۱۰ په قومي اسمبلۍ کې د تحریک عدم اعتماد له لارې له وزیراعظمۍ لرې کړل شو.

نوموړې له هغه راهسې وخت پر وخت د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي او تور پورې کوي چې د ده حکومت د امریکا په سازش ختم شوی خو امریکا هم دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG