د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د حکومت اېتلافي ګوندونو د واک مودې پوره کولو پرېکړه کړې


د وزيراعظم تر ټاکل کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وينا کوي. د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۱۱مه
د وزيراعظم تر ټاکل کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وينا کوي. د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۱۱مه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېتلافي ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې چې حکومت به خپله اييني موده سر ته رسوي او تر وخت مخکې به د انتخاباتو اعلان نه کوي.

د جولای پر ۱۹مه په لاهور کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف، د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري او د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په ګډون د مرکزي حکومت يوشمېر اېتلافي ګوندونو مشرانو غونډه وکړه چې اجنډا يې تر وخت مخکې انتخابات کول يا تر ۲۰۲۳ز کال پورې خپله موده سر ته رسول او د روان سياسي حالت جاج اخيستل ول.

د اېتلافي ګوندونو مشرانو د غونډې په پای کې ګډې خبري غونډې ته وويل چې دوی پرېکړه کړې چې حکومت به د خپل واک اييني موده سره ته رسوي او په ۲۰۲۳ز کال کې به نوي انتخابات اعلانوي.

په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو دا غونډه تر هغې وروسته شوې چې د جولای پر ۱۷مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لپاره په ضمني انتخاباتو کې پاکستان تحریک انصاف ګوند له ۲۰ څوکیو څخه ۱۵ وګټلې.

پر هغو څوکيو له هغه وروسته ضمني ټاکنې وشوې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۲۰مه د پاکستان تحريک انصاف د هغو ۲۵ غړيو د اسمبلۍ غړيتوب ختم کړی وو چې د پنجاب د وزیراعلا د ټاکنو پر مهال يې د خپل ګوند د کانديد پر ځای د مسلم ليګ (ن) نوماند حمزه شهباز ته رایې ورکړې وې.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي د هغو غړيو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنليک دایر کړی وو. په هغو کې پينځه غړي پر ځانګړو څوکيو ټاکل شوي ول. کمېشن دا ګام د پاکستان سپریم کورټ تر هغې پرېکړې یوه اوونۍ وروسته اخیستی وو چې پکې عدالت ویلي ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند د خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کېږي.

د پنجاب په ضمني انتخاباتو کې تر ماتې خوړلو وروسته په مرکزي حکومت کې شامل ګوندونه له چیلېنج (ننګونې) سره مخامخ شوي دي.

بلخوا پر زیاترو څوکيو تر بریا وروسته پخواني وزیراعظم عمران خان غږ کړی وو چې نوي انتخابات د هېواد د سياسي بې ثباتۍ او اقتصادي تباهۍ د مخنيوي يوازينۍ لاره ده.

د کارپوهانو په وينا، د پنجاب ضمني انتخاباتو نتيجو يو ډول وښووله چې ډېری خلک د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ اتحادي حکومت له واکمنۍ زیات خوشاله نه دي او اوس د نويو انتخاباتو کولو له فشار سره مخامخ دي، خو نور شنونکي وايي چې په روان حالت کې د مسلم ليګ (ن) لپاره څلور صوبايي څوکۍ ګټل هم کفايت کوي.

کله چې د سږکال په اپرېل مياشت کې د شهباز شريف په مشرۍ حکومت جوړ شو نو هغه مهال د پاکستان اقتصادي وضعيت ډېر خراب وو او د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) ورته د پور د قسط ورکړه درولې وه. خو نوي حکومت له ای اېم اېف سره تر مذاکراتو وروسته د تېلو بيې پورته کړې چې ورسره ګراني هم زیاته شوه. حکومت دريځ لري چې دا مهال یې ټول پام د هېواد د خراب اقتصاد سمولو ته دی.

XS
SM
MD
LG