د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب اعلاوزیر انتخاب: سپریم کورټ د جولای پر ۲۵مه د قضیې اورېدنې ته دوام ورکوي


د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر هم ورغوښتی دی - پخوانی انځور.
د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر هم ورغوښتی دی - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د پاکستان سپریم کورټ د لاهور څانګه د جولای پر ۲۵مه په پنجاب اسمبلۍ کې د اعلاوزیر انتخاباتو د پایلې په اړه د قضیې اورېدنې ته دوام ورکړي.

د پاکستان سترې محکمې د جولای پر ۲۳مه د مسلم لیګ (ن) سیاستوال حمزه شهباز ته د دوشنبې (ګل) تر ورځې پورې د "امانتداره یا سرپرست" اعلاوزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

درې کسیزه عدالتي جرګګۍ وویل چې نوموړی به په دې توګه د اعلاوزیر څوکۍ د خپلو سیاسي ګټو نه شي کارولای. په جرګګۍ کې مشر قاضي عمر عطا بندیال، قاضي اعجاز الاحسن او قاضي منیب اختر شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اېتلافي حکومت له عدالته غوښتي دي چې پر دې موضوع دې د ټولو قاضیانو جرګګۍ (فول کورټ) جوړ کړي. حکومت د جولای پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پنجاب اعلاوزیر تر انتخاب وروسته پیدا شوی حالت خورا مهمه مسله ده چې باید یې اورېدنه ټول قاضیان په ګډه وکړي.

د پاکستان تر ټولو لوی عدالت دا قضیه د تحریک انصاف ګوند او د اعلاوزیر څوکۍ نوماند چودري پروېز الهي له هغه درخواست سره سم پرانیسته چې پکې یې د جولای پر ۲۲مه په اسمبلۍ کې د پنجاب صوبې د اعلاوزیر انتخاب په اړه د مرستیال سپیکر فیصله چیلېنج کړې ده.

د جولای پر ۲۲مه د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر د سپریم کورټ له پخوانۍ فیصلې سره سم، د مسلم لیګ (ق) ګوند د ۱۰ غړو رایې رد کړې او په دې توګه د هغه ګوند د مخکښ مشر پروېز الهې پر ځای حمزه شهباز د اعلاوزیر په توګه منتخب شو چې د جولای پر ۲۳مه یې د خپلې دندې لوړه هم وکړه.

سپریم کورټ هغه فیصله د جولای پر لومړۍ نېټې کړې وه چې پکې یې ویلي ول چې د تحریک انصاف ګوند ۲۵ "منحرفو" غړو د اپرېل پر ۱۶مه د ګوندي تګلارې برعکس حمزه شهباز ته رایه ورکړې وه نو ځکه یې باید ووټونه حساب نه شي او په پنجاب اسمبلۍ کې دې د اعلاوزیر څوکۍ لپاره بیا انتخاب وشي.

د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار دوست محمد مزاري د جولای پر ۲۲مه تر انتخاب وروسته وویل چې د مسلم لیګ (ق) مشر چودري شجاعت حسین ورته رسمي لیک استولی دی چې پکې یې ویلي چې د خپل ګوند استازو ته یې ویلي دي چې خپلې رایې حمزه شهباز ته ورکړي.

مزاري وویل چې هغو غړو ووټونه د خپل ګوند مخکښ سیاستوال او د تحریک انصاف ملاتړي نوماند پروېز الهي ته ورکړل نو ځکه یې ردوي.

د جولای پر ۲۳مه د سپریم کورټ په لاهور څانګه کې د قضیې اورېدنې پر مهال د الهي وکیل بیرسټر علي ظفر وویل چې نوموړي ۱۸۶ او حمزه شهباز ۱۷۹ رایې ته لاسه کړې وې نو ځکه په اییني ډول پروېز الهي انتخاب ګټلی دی. ده زیاته کړه چې د مرستیال سپیکر امر د ایین خلاف دی.

د تحریک انصاف او پروېز الهي په درخواست کې دا ویل شوي دي چې په اسمبلۍ کې د یو ګوند غړي د پارلېماني مشر لارښوونې او امرونه مني. خو د اسمبلۍ مرستیال سپیکر ویلي ول چې د سپریم کورټ پخوانۍ فیصله ښيي چې د ګوند د مشر امر او لارښوونه باید عملي شي.

درې کسیزه جرګګۍ دوست محمد مزاري ته امر کړی دی چې د جولای پر ۲۵مه دې عدالت ته حاضر شي.

د سپریم کورټ تر امر وروسته د پلانونو چارو وزیر احسن اقبال په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې قانون باید پر ټولو په یو ډول عملي شي.

نوموړي د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر او د هغه مرستیال قاسم شاه سوري ته په اشاره وویل چې په اپرېل کې یې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک رد کړی وو نو باید هغه وخت سترې محکمې نوموړی هم عدالت ته ورغوښتی وای. "د قامي اسمبلۍ سپیکر او مرستیال سپیکر چې د سپریم کورټ له فیصلې سره سم یې بدترینه ایین شکني کړې، خو عدالت یې نه ورغواړي. موږ په ډېر ادب دا وایو چې د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر هم منتخب استازی دی."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جولای پر ۲۳مه پر ټوېټر لیکلي دي چې د سپریم کورټ له مشر قاضي غوښتنه کوي چې د قضیې اورېدنې لپاره دې د هغه عدالت د ټولو قاضیانو جرګګۍ (فول کورټ) جوړ کړي.

اخوا د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال فواد چودري ویلي دي چې پروېز الهې د ابادۍ له پلوه د پاکستان د تر ټولو لویې صوبې قانوني اعلاوزیر دی. چودري د جولای پر ۲۳مه په لاهور کې خبریالانو ته وویل، "اېسټیبلېشمنټ" په چارو کې "غیرضروري مداخلې" کوي خو نور معلومات یې ور نه کړل.

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح د هغه هېواد ځواکمنې امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG