د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د افغان کډوالو خواوشا ۱۰۰ کورنۍ سېلابونو اغېزمنې کړې دي


په ډېره اسماعيل خان کې سېلاب ځپلې افغان کډوال خپلو ړنګو کورونو مخې ته ولاړ دي.
په ډېره اسماعيل خان کې سېلاب ځپلې افغان کډوال خپلو ړنګو کورونو مخې ته ولاړ دي.

په ډېره اسماعیل خان کې مېشت افغان کډوال وايي، سېلابونو یې کورونه لاهو کړي او اوس مرستو ته محتاجه دي. د کډوالو د کیمپ مشران وايي، خواوشا ۱۰۰ کورنۍ وروستیو سېلابونو سختې ځپلې دي.

یو افغان کډوال حاجي اسلم د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په پوشه پل سیمه کې د افغان کډوالو د خواوشا ۱۰۰ کورنیو کورونه په سېلابونو کې ړنګ شوي دي او مرستو ته اړتیا لري خو حکومت ورسره په مهاجر کارډونو ښوولو کومک نه کوي.

هغه وايي:

"دا د ډېره اسماعېل خان پوسه پل سیمه ده چې پکې له ۱۰۰ زیات افغان مهاجرین کورنۍ دي. پر ټولو سېلاب راغلی دی، یوازې سرونو مو بچ کړې دي. هیڅ پاتې نه دي، ټول کورونه یو شان پراته دي. د حکومت له طرفه موږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې."


افغان کډوال په پاکستان کې د پروف اف رجسټریشن یا د پي او ار کارډونو لرلو په اساس اوسيږي. په ۲۰۲۱ز کال کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په پاکستان کې د پاسپورټونو او د شناختي کارډونو، نورو اسنادو او د خلکو ثبتولو ادارې (نادرا) په مرسته کډوالو ته د سمارټ کارډونو ورکولو عمل پیل کړ چې په قانوني سند لرلو یې په ورځني ژوند کې ورته اسانتیاوې پیدا شي.

د یو اېن ایچ سي ار د شمېرو له مخې په پاکستان کې دا وخت ۱۳ لاکه رجسټر افغان کډوال اوسيږي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې مېشت دي.

په ډېره اسماعیل خان کې مېشت سېلاب ځپلي کډوال وايي، له خواوشا څلورو لسیزو راهیسې هلته په کیمپ کې ژوند کوي. د دوی کیمپ د خوړ پر غاړه دی چې د دوی په خبره، سېلابونه پرې راغلل او هر څه یې تباه کړل.

یوې کډوالې سنګینې بي بي مشال راډیو ته وویل، له بچیو سره تر ونو لاندې په ډېرو سختو حالاتو کې ناسته ده چې خیمو، خوراکي سامان او حکومتي پام ته ضرورت لري خو څوک یې غم نه خوري.

هغه وايي:

"موږ په داسې حالاتو کې یو چې د یوې ونې لاندې ناست یو. ډېر بد حال مو دی. موږ خېمو ته ضرورت لرو، خوراک ته ضرورت لرو، پېسو ته ضرورت لرو. دې ته ضرورت لرو چې یو سیوری راته جوړ کړي. که اعتبار مو نه کېږي ته راشه او ویې ګوره. زموږ دلته ۳۰، ۴۰ کاله کېږي. پیدایش مو دلته شوی دی. د ماشومانو تبې دي. دانې راباندې راختې دي، خارښ راباندې لګېدلی دی. ډاکټر راغلی وو، دوا یې راته راکړه."


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ویلي، سېلابونو په پاکستان کې ۴۲۱،۰۰۰ افغان کډوال اغېزمن کړي دي. د ادارې مرستيالې مشرې کيلي کلېمینټس د سېپټېمبر پر څلورمه پر ټوېټر په پيغام کې د کډوالو لپاره د مرستو غږ وکړ.

اخوا د ډېره اسماعیل خان ډپټي کمېشنر نصر الله خان مشال راډیو ته وویل چې له کډوالو سره یې څه مرستې کړې دي. دی البته دا خبره ناسمه بولي چې ګواکې په مهاجر کارډونو یې له کډوالو سره له مرستو انکار کړی.

هغه وايي:
"د افغان کډوالو ذمه واري د ډسټرکټ ایډمنېسټریټر وي چې د سیفران لاندې راځي او د افغان کډوالو نظم د هغوی په لاس کې وي. هغوی چې کله داسې محسوس کړي چې ورته څه مرسته پکار وي نو هغوی موږ ته ولیکي او موږ هغه مرستې وکړو. خو باوجود د دې چې دا یو قانوني طریقه کار دی چې زموږ په نوټس کې چې چرته هم راغلي دي، نو موږ دا خیال نه دی کړی چې په سېلاب کې به یو ورور یا خور په تکلیف کې وي او موږ به دا تپوس کوو چې ته پاکستاني یې که افغان؟ زما په خیال خو څه سامان تقسیم شوی هم دی خو که تاسو غواړئ نو زه به یې نور تصدیق وکړم."

د ډېره اسماعیل خان ایډیشنل ډپټي کمېشنر اقبال وزیر هم مشال راډیو ته ورته خبره وکړه او و یې ویل چې له کډوالو سره مرستې د ضابطې او قانون له مخکې د افغان کمېشنرېټ ضلعي مشر تر وینا وروسته کېږي او هغه لا ورته څه نه دي ویلي.

هلته په ډېره اسماعیل خان کې د کمېشنرېټ ضلعي مشر دفتر پر فېسبوک د یوې ځايي رسنۍ د اګست ۳۱مې نېټې خبر شریک کړی دی چې پکې لیکل شوي چې عدیل شفېع پوشه پل ته ورغلی وو او هلته یې له سېلاب ځپلو سره لیدلي دي.

په هغه خبر کې راغلي چې نوموړي کډوالو ته سمدستي د مشکلاتو د هواري ډاد ورکړی. پر فېسبوک پاڼه په خبر کې زیاته شوې چې حکومت د سېلاب د تاوانونو جاج اخلي او تر هغې وروسته به ټولو ځپل شویو ته مرستې ورکوي.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارو د شمېرو له مخې د جون له نیمايي څخه د سېپټېمبر تر اتمې پورې په ټول هېواد کې په بارانونو او سېلابونو کې ۱،۳۹۱ کسان وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۹۳ د خیبر پښتونخوا دي.

په ډېره اسماعیل خان کې ځايي خبریال سعود مسید مشال راډیو ته د ضلعې انتظامیې په حواله وویل چې هلته سېلابونو ۲۵،۰۰۰ کورونه بشپړ ړنګ کړي دي.

XS
SM
MD
LG