د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ۲۵ مېلیونه ډالرو نورې مرستې اعلان کړې


د سیند په سېهوڼ کې یو سړی خپل ماشوم خوندي ځای ته انتقالوي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.
د سیند په سېهوڼ کې یو سړی خپل ماشوم خوندي ځای ته انتقالوي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

کاناډا په پاکستان کې تر سېلابونو وروسته د ۲۵ مېلیونه ډالرو اضافي بشري مرستې اعلان کړې دي.

د کاناډا حکومت د سېپټېمبر پر ۱۳مه ناوخته په یوه بیان کې وویل، په اګست کې یې هم په پاکستان کې د بشري مرستو لپاره پینځه مېلیونه ډالر اعلان کړي ول.

بیان د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو له خولې ویلي دي چې حکومت به یې د باوري ملګرو په وسیله د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د خوړو، پاکو اوبو او نورو اړینو شیانو انتظام کوي او مرستو ته دوام ورکوي.

بیان زیاتوي چې کاناډا په پاکستان کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ مخنیوي لپاره هم د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) ته د ۲۰ مېلیونه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د جون میاشتې له نیمايي راهیسې په بارانونو او سېلابونو کې تر ۱،۴۸۰ زیات کسان وژل شوي دي، پر لکونه اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه او باغونه لاهو شوي او شاوخوا ۳۳ مېلیونه خلک یې اغېزمن کړي دي.

هلته د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) اړوندو چارواکو ته د بیدار او تیار اوسېدو سپارښتنه کړې.

اېن ډي اېم اې وايي، د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د ستلج، راوي او چناب په سیندونو کې د اوبو د سطحې لوړېدو خطر دی نو ځکه دې چارواکي په سیند او پنجاب کې د سیندونو غاړو ته پراته خلک خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG