د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر د پاکستان د سېلاب ځپلو سيمو دوره وکړه


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سيند صوبې د سکر سیمې دوره کړي: انځور د سېپټېمبر ۱۰مه، کال ۲۰۲۲
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سيند صوبې د سکر سیمې دوره کړي: انځور د سېپټېمبر ۱۰مه، کال ۲۰۲۲

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انتونیو ګوتېرېش یو وارې بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پاکستان سېلاب ځپلي پراخو مرستو ته اړتیا لري او باید په دې لړ کې ورسره کومک وشي.

نوموړي دا څرګندونې نن، د سېپټمبر پر ۱۰مه د سند صوبې سکر ته د دورې پر مهال کړې دي. په دې موقع د سنید اعلی وزیر مراد علي شاه په صوبه کې د سېلابونو له وجې د اوښتو تاوانونو په اړه نوموړي ته معلومات ورکړل.

د پاکستان سرکاري راډيو لیکي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به د بلوچستان جعفر اباد کې د تحصيل استا محمد دوره هم کوي او له سېلاب ځپلو سره به ويني. نوموړی به د سيند لاړکانې ته هم ورځي او له سېلابه متاثره شويو کسانو سره به ملاقات کوي.

انتونیو ګوتېرېش پرون، د سېپټمبر پر نهمه، په اسلام اباد کې له وزيراعظم شهباز شريف سره په ګډ خبري کنفرانس کې ويلي وو چې دا د نړېوالې ټولنې مسوولیت دی چې د وېجاړوونکیو سېلابونو له وجې له ستونزو سره لاس او ګرېوان پاکستان سره په پراخه کچه مرستې وکړي.

انتونیو ګوتېرېش چې د سېپټېمبر پر اتمه د شپې ناوخته پاکستان ته رسېدلی وو، دا څرګندونې یې د سېپټېمبر پر نهمه د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره یو ځای، په اسلام اباد کې د سېلاب ځپلو لپاره د جوړ شوي مرکز (فلډ رېسپانس سېنټر) د دورې پر مهال کړې دي.

د پاکستان دولتي راډیو پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د هغه مرکز د لیدنې پر مهال نوموړي ته چارواکو په پاکستان کې د سېلابونو، زیانونو، د ژغورنې د عملیاتو او بحالۍ په اړه معلومات ورکړل. نوموړي پاکستانیو چارواکو ته وویل، هغه به له سېلاب ځپلو سره د مرستو په خاطر د نړیوالې ټولنې د پام اړولو لپاره خپل پوره کوشش کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د مشر مننه وکړه چې د "ازمون په دې ګړۍ" کې یې د پاکستان دوره او ورته یې د مرستې ډاډ ورکړ. پاکستان وايي، د سېلابونو له وجې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو له مشره مننه وکړه چې د پاکستان دوره او د مرستو ژمنه یې وکړه - د سېپټېمبر نهمې انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو له مشره مننه وکړه چې د پاکستان دوره او د مرستو ژمنه یې وکړه - د سېپټېمبر نهمې انځور.

د قدرتي افتونو پر وړاندې د نظم قامي اداري (این ډي اېم اې) له شمېرو سره سم په پاکستان کې د سېپټمبر نهمې تر پايه له سيلاب څخه د مړو شویو کسانو شمېر دیارلس سوه شږ نوي ۱۳۹۶ ته رسېدلی دی.

یادې ادارې په خپل ورځني رپورټ کې ویلي چې تر اوسه په مړو شوو کې ۶۱۷ نارینه، ۲۸۰ ښځینه او څلور ۴۹۹ ماشومان شامل دي.

XS
SM
MD
LG