د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: ډینګي پینځه وژلي، ۳۰۰۰ نور پرې ککړ دي


ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کيږي.
ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کيږي.

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي، په صوبه کې د ډينګي پر ناروغۍ له ۳۰۰۰ زيات کسان اخته شوي دي.

د ادارې له شمېرو سره سم د ډينګي ناروغۍ له وجې پینځه تنه مړه شوي هم دي او له مردان، پېښور او خیبرضلعو نه تر ټولو زیات کیسونه رپورټ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د ډینګي ملیریا او لشمینیا کنټرول پروګرام یو چارواکي خالد خان د سېپټېمبر په ۱۷ مه مشال ریډیو ته وویل چې د ډینګي نه په تېرو دوو اوونیو کې خواوشا پینځه مرګونه شوي دي.

هغه زياته کړه:

"د مړو شويو کسانو تعلق جمرود سره دی. متاثره شوو سیمو ته مو میډیوکل ټیمونه ليږلي دي. په سهار کې څارنه کوو، یعني په اوبو کې د ماشو هګۍ او (لاروا) ګورو چې پکې وموندل شي نو د هغې کور ټولو اوبه ضایع کړو."

ډاکټر خالد خان زیاتوي چې دا ناروغي د یوه خاص قسمه ماشي د چیچلو څخه خپرېږي او په پاکو اوبو کې خپل نسل زیاتوي، نو پکار ده ولس دې په خپلو کورونو کې د پاکو اوبو لوښي پټ وساتي چې دا ماشي وردننه نه شي."د ماشي ابتدایي حالت ته لاروا وایي، دا هم ختموو او بیا چې کوم پوره ماشی وي هغه په سپرې یا لوګي سره ختموو. ولس له پکار دي چې د صحت محکمې ډلو سره مرسته وکړي او د اګاهۍ کمپین په وخت ورکړل شوي هدایات عملي کړي. "

د جمرود شاه کس سیمې یو کونسلر میا جان اپریدی وایي چې صحت محکمې کارکونکي ځینې کلیو ته نه دي ورغلي او پکار ده ټولو متاثره شوو سیمو کې د ماشو ضد سپرې وکړي.

د حشراتو پوهه لورونکي یا انټامالوجیسټس وایي چې ولس باید د ډینګي ماشي وپیژني. د دې ماشي په بدن سپین ټکي وي. د ډینګي تبې نخښې دا دي چې په سړي سخته تبه راځي، س یې درد کوي، له خولې او له لمنې شي او پر بدن یې سرې دانې وخېژي.

XS
SM
MD
LG