د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سېلابونو او بارانونو ۹۰۳ کسان وژلي دي


په مینګوره کې سېلاو ګڼو ودانیو ته زیان اړولی دی - د اګست ۲۴مې انځور.
په مینګوره کې سېلاو ګڼو ودانیو ته زیان اړولی دی - د اګست ۲۴مې انځور.

پاکستاني چارواکي وايي، د جون له مياشتې راهیسې تر اوسه پورې سېلابونو او بارانونو ۹۰۳ کسان وژلي دي.

د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزیرې، شېري رحمان پر ټوېټر په خپرو کړو معلوماتو کې ويلي چې له بارانونو او سېلابونو ۱،۲۹۳ کسان زخميان شوي هم دي. په وژل شويو کې ۳۲۶ ماشومان او ۱۹۱ ښځې شاملې دي.

تر ټولو ډېر زیان په بلوچستان کې اوښتی دی. هلته په لسبېله او جل مګسي کې په زرګونو کورونه ويجاړ او په زرګونو خلک بې کوره شوي دي. اروپايي ټولنې د اګست پر ۲۳مه، د هغو سیمو سېلاب ځپلو لپاره د درې نيم لکو ډالرو بیړنۍ مرسته اعلان کړه.

بلخوا د پاکستان حکومت له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې چې له سېلاب ځپلو سره سملاسي مرستې وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اګست پر ۲۴ مه د سیند صوبې سېلاب ځپلو سیمو د لیدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د وروستیو سېلابونو له وجې د متاثره شویو خلکو بحالي د حکومت لپاره یو لوی چیلینج دی. "موږ نړیوالو ادارو ته اپیل کړی چې په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي. په سیند، بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې خلک په سېلابونو کې ډوب شوي او مرستو ته سخته اړتیا لري."

د اګست پر ۲۳مه، د پاکستان د موسمیاتو محکمې د سیند په شمول د هېواد په یوشمېر برخو کې د نورو بارانونو او له وجې يې د سېلابونو خبرداری ورکړ. د سیند صوبې د تعلیم وزارت د سختو بارانونو له وجې د اګست پر ۲۴مه او ۲۵مه د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو اعلان کړی دی.

په پاکستان کې تر ټولو وروستي سېلابونه په سوات کې راغلي‌ دي چې په مينګوره کې یې په سلګونه ودانیو او مارکېټونو ته زیانونه اړولي او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ یوه غړي په وینا، پکې یوه ماشومه وژل شوې ده.

په سوات کې د اوبو د ترسیل او پاکۍ ادارې مشر شیدا محمد د اګست پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، په مینګوره ښار کې دومره لوی سېلاو ۱۲ کاله وروسته راغلی دی چې زرګونه خلک یې اغېزمن کړي دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د سوات استازی فضل حکیم وايي، د ضلعي انتظامیې، د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ او د اوبو د ترسیل او د ښار د صفايۍ ادارې کارکوونکو له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړی دی. هغه زیاتوي‌ چې د یوې ماشومې د مړینې اطلاع ده چې سېلابي اوبو وړې وه.

XS
SM
MD
LG