د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېلاوونو د خطر له وجې د سېند صوبې تعليمي ادارې تړل شوي


په کراچۍ کې د ۲۰۲۲ز په جولای کې هم تېز بارانونه شوي ول - عکس له ارشېفه
په کراچۍ کې د ۲۰۲۲ز په جولای کې هم تېز بارانونه شوي ول - عکس له ارشېفه

د سیند صوبې د تعلیم وزارت د سختو بارانونو له وجې د اګست پر ۲۴مه او ۲۵مه د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو اعلان کړی دی.

د صوبې د تعلیم وزیر سید سردار علي د اګست پر ۲۳مه په یو بيان وویل، د تعليمي ادارو د تړلو پرېکړه يې د سېلاوونو له ممکنه خطرونو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د موسمیاتو محکمې د سیند په شمول د هېواد په یوشمېر برخو کې د نورو بارانونو او له وجې يې د سېلاووونو خبرداری ورکړی دی.

بلخوا د اګست پر ۲۳مه د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سیند صوبې په حیدراباد کې د سېلاوونو له وجې د خلکو مشکلاتو ته په کتو بلدیاتي انتخابات ځنډولي دي. ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د اګست پر ۲۸مه نېټه وشي.

د پاکستان په سیند او بلوچستان صوبو کې بارانونو او سېلاوونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې بې کوره کړې دي.

په عين وخت کې اروپايي ټولنې اعلان کړی چې پاکستان ته د سېلاو ځپلو د مرستې لپاره درې نيم لکه ډالر ورکوي.

په پاکستان کې د ټولنې استازولۍ د اګست په ۲۴مه پر ټوېټر ليکلي چې دا پیسې د بلوچستان د جل مګسي او لسبېلې سېلاو ځپلو ته د بېړنيو مرستو رسولو لپاره دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۲ز له جولای مياشت راهيسې په بارانونو او سېلاوونو کې تر ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه کورونه ړنګ شوي دي.

د ادارې په خبره، بارانونو او سېلاوونو تر ټولو زياته د بلوچستان صوبه ځپلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG