د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړې


وروستیو بارانونو او سېلابونو د لوګر په ګډون د افغانستان په یوشمېر سیمو کې مالي زیانونه اړولي دي - د اګست ۲۱مې انځور.
وروستیو بارانونو او سېلابونو د لوګر په ګډون د افغانستان په یوشمېر سیمو کې مالي زیانونه اړولي دي - د اګست ۲۱مې انځور.

د اسلامي همکارۍ سازمان له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ژوند ژغورنې عاجلې مرستې وکړي.

سازمان د اګست پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان ختیزې، جنوبي او مرکزي برخې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله زیانمنې شوي، کورونه او اساسي بنسټونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو کسان عاجلو مرستوته اړتیا لري.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په وروستیو سېلابونو کې تر ۱۷۰ زیات کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې د اګست پر ۲۳مه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په ۱۹ ولایتونو کې بیا د ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

هغې ادارې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، اوروزګان او زابل ولایتونو کې د احتمالي ورښتونو او د سېلابونو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ مېليمیټرو پورې باران ورېدو امکان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG