د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان سېلاب ځپلې سیمې ولیدې


وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان دوو سېلاب ځپلو پښتون مېشتو سیمو کلاسېف الله او چمن ته هم سفر کړی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره لیدلي دی. (انځور:ارشیف)
وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان دوو سېلاب ځپلو پښتون مېشتو سیمو کلاسېف الله او چمن ته هم سفر کړی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره لیدلي دی. (انځور:ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو ورځني سفر بلوچستان ته تللی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره د لیدو پرمهال هغوی ته د مرستو ډاډ ورکړی دی.

شهباز شریف د اګست پر لومړۍ نېټه په یو ورځني سفر کوټې ته د رسېدو پرمهال ویلي چې د سروې تر بشپړېدو وروسته به د بلوچستان سېلاب ځپلو ته مرستې ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د بلوچستان حکومتي چارواکو په یو غونډه کې نوموړي‌ د باران او سېلاب له کبله د رسېدلي تاوان په اړه تفصیلات ورکړل.

وزیراعظم شهباز شریف وروسته د بلوچستان دوو سېلاب ځپلو پښتون مېشتو سیمو کلاسېف الله او چمن ته هم سفر کړی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره لیدلي دی.

نوموړی تر دې وړاندې د جولای پر ۳۰مه د بلوچستان بلوڅ مېشتو سیمو ته تللی وو او هلته یې له سېلاب ځپلو کورنیو سره لیده کاته کړي وو.

شهباز شریف هلته په سېلاوونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ اعلان کړې وې.

دا له هغه وروسته ده چې په بلوچستان کې د پشکال یا وسې د بارانونو له کبله راغلو سېلابونو په یو شمېر سیمو کې ولس ته پراخ ځاني او مالي‌ تاوانونه رسولي دي.

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې په صوبه کې د باران او سېلاب له کبله اږ تر لږه ۱۳۶ کسان وژل شوي دي.

تندو بارانونو د بلوچستان او کراچۍ ترمينځ لاره تړلې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

خو د دوی په وینا، د وژل شویو او ټپي شویو کره شمېره لا نده معلومه او دوی په دې اړه د معلوماتو راغونډولو هڅه کوي.

یادې ادارې د جولای پر ۳۱مه په یو رپورټ کې ویلي چې په وژل شویو کې ۵۶ نارینه، ۳۳ ښځې او ۴۷ ماشومان شامل دي.

رپورټ زیاتوي‌ چې په بلوچستان کې په مجموعي توګه تر ۱۳ زره زیاتو کورونو ته زیان رسېدلی او د کوټې په ګډون ټوله صوبه کې ۶۴۰ کلومیټره سړک اغېزمن شوی دی. د دې تر څنګ ۲۳ زره څاروي له منځه تللي او په زرګونه ایکړه مځکه ولاړ فصلونه تاواني شوي دي.

په بلوچستان کې له کلونو وروسته د پشکال یا وسې داسې بارانونه شوي چې د موسمیاتو ادارې په وینا تر کلنۍ کچې ۱۰۰ فیصده زیات وو.

د دې بارانونو له کبله که یو پلو خلکو ته تاوانونه رسېدلي نو بل پلو ګڼ شمېر خلک په دې ورته خوشاله هم دي چې هلته جوړ شوي ډېمونه ډک شوي او دوی د وچکالۍ د پای ته رسېدلو هیلې څرګندې کړې دي.

په بلوچستان او په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سیمو کې له شاوخوا تېرو دوو لسیزو راهسې باران د نه برابر وو چې له کبله یې هلته وچکالۍ د ولس د ژوند مهمه وسیله زراعت نژدې له منځه وړی دی.

XS
SM
MD
LG