د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د باران او سېلاب له کبله د مړو شمېر ۲۲۵ ته رسېدلی


د صوبایي حکومت په وینا، دې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ په پراخه کچه مالي تاوانونه هم اړولي‌ دي.  
د صوبایي حکومت په وینا، دې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ په پراخه کچه مالي تاوانونه هم اړولي‌ دي.  

په بلوچستان کې د پشکال یا وسې د بارانونو له کبله د وژل شویو شمېر لږترلږه ۲۲۵ ته رسېدلی دی او ګڼ نور ټپي شوي دي.

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د مړو دا شمېره له هغه وروسته زیاته شوې چې د اګست پر ۲۱مه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه وژل شوي دی.

یادې ادارې ویلي چې په بلوچستان کې د پشکال بارانونو له کبله تر اوسه په وژل شویو کې ۱۰۵ سړي، ۵۵ ښځې او ۶۵ ماشومان شامل دي. د دې تر څنګ لږترلږه ۹۵ کسان نور ټپي شوي هم دي.

د صوبایي حکومت په وینا، دې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ په پراخه کچه مالي تاوانونه هم اړولي‌ دي.

دوی وايي، راغلو سېلابونو له کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او پېښور سره د بلوچستان تګ رانګ بند کړی دی.

د بلوچستان او پنجاب ترمینځ په فورټ منرو کې د غره ښوېدو له امله له تېرو شپږو ورځو راهیسې لاره بنده ده چې په ځانګړې توګه د تازه میوو او سبزیو په سلګونه ټرکونه بند پاتې دی.

بل پلو د بلوچستان ږوب او د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ترمینځ لاره هم په دانسر کې د غره ښوېدو له کبله بنده شوې ده چې ورسره هر ډول تګ راتګ درېدلی دی.

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د بلوچستان د اعلا وزیر د کورنیو چارو سلاکار ضیا لانګو د اګست پر ۲۱مه ویلي چې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ په چټکۍ روانه ده چې د ده په وینا، پوځ او ایف سي ځواک هم پکې ورسره همکاري کوي.

بل پلو د بلوچستان حکومت په صوبه کې د سختو بارانونو او سېلابونو د خطر له کبله په ټولو تعلیمي ادارو کې د اګست له ۲۲مې څخه د يوې اوونۍ رخصتي اعلان کړې ده.

د صوبې د لوړو زده کړو څانګې د اګست پر ۲۱مه په یوه نوټیفیکېشن کې ويلي چې د اګست له ۲۲ څخه د اګست تر ۲۷مې نیټې پورې به ټولې سرکاري او شخصي تعلیمي ادارې بندې وي.

په نوټیفیکېشن کې ویل شوي چې دا ګام په صوبه کې د سختو بارانونو او سېلاوونو له وجې پورته شوی دی.

XS
SM
MD
LG