د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سفیر د لور تښتونې په اړه د پلټنو رپورټ له کابل سره شریکوي: قریشي


شاه محمود قریشي وویل، د سفیر علیخېل د لور د تښتونې پلټنې به ژر بشپړې شي - انځور له ارشیفه
شاه محمود قریشي وویل، د سفیر علیخېل د لور د تښتونې پلټنې به ژر بشپړې شي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور سلسلې علیخېل د تښتونې د قضیې پلټنې به ژر سر ته ورسېږي.

د پاکستان دولتي راډيو پر ووبپاڼه په خبر کې راغلي چې شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۱مه په ملتان کې خبریالانو ته وویل اسلام اباد به د پلټنو رپورټ له افغان حکومت سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سفیر د لور د تښتونې او ورباندې د تشدد له وجې د کابل او اسلام اباد تعلقات ساړه شوي او افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې په پېښه کې ککړ کسان ونیسي او عدالت ته یې وړاندې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای پر ۱۸مه د بهرنيو چارو وزارت ته امر وکړ چې له اسلام اباده دې سفير عليخېل او ټول لوړپوړي ډېپلوماتان کابل ته وروغواړي. په دې اړه په بیان کې راغلې چې د افغان ډېپلوماټانو امنيت تر باوري کېدو او د علیخېل د لور تښتوونکو تر ګرفتارۍ پورې به ډېپلوماټان اسلام ابا ته نه ستنېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر هم هغه ورځ له کابله وغوښتل چې د سفیر او لوړپوړو ډېپلوماټانو کابل ته د ورستنولو پر فیصلې دې له سره غور وکړي.

په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجيب الله علیخېل لور د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې وه او تر څو ساعتو وروسته د يو سړک پر سر غورځول شوې وه.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پر هغې تشدد شوی وو او د پاکستان حکومت یې بايد تښتوونکي‌ "ژر تر ژره" ونیسي. وزارت په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفير هم ورغوښتی وو او احتجاج یې ورته کړی وو.

پر هم هغه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د سلسلې علیخېل د تښتونې خبر ورکړ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای پر ۱۷مه د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه د سفیر د لور په تښتونه او پر هغې په تشدد کې ککړ کسان ونیسي​.

په عین وخت کې د جولای پر ۱۹مه د اسلام اباد د پوليسو مشر قاضي جمیل الرحمان وویل، د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېلې د تښتونې او تشدد په اړه پلټنې مکملې شوې دي.

دا خبره نوموړي هغې خبري غونډې ته وکړه چې پکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي او د پاکستان وزیراعظم د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف هم ناست وو.

قاضي رحمان وویل، "دا يوه ړنده قضیه وه ، له موږ سره یوازې د شکايت کوونکي له درخواسته پرته هېڅ نه ول خو د اسلام اباد د پولیسو پینځو ډلو په درو ورځو کې پلټنې تر سره کړې."

د ده په وینا، د درو سوو سرکاري او شخصي څار ګرو کيمرو د ۷۰۰ ساعتونو رېکارډنګ یې کتلی او له ۲۲۰ کسانو یې پوښتنې او پلټنې کړې دي.

د قاضي جمیل الرحمان په خبره تر دې پلټنو وروسته ورته معلومه شوې چې د افغان سفیر لور چرته چرته تللې وه.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د جولای پر ۱۹مه خبري غونډې ته وویل چې پاکستان دا ټول ثبوتونه له افغان حکومت او اړونده ادارو سره شریکولو ته تیار دی.

د سولې بهیر اړوند څرګندونې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۱مه په ملتان کې له خبریالانو سره په خبرو کې د خپل هېواد دا دریځ تکرار کړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او افغان مشران دې ورسره د دایمي سولې په هڅو کې لاس یو کړي.

قریشي وویل، د افغانستان د سولې بهیر یو مهم پړاو ته رسېدلی دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې افغان حکومت وايي، یو لوړپوړی پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته د تګ تیاری کوي.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۸مه په دوحه کې بین ‌الافغاني خبرې د سولې بهیر د چټکولو پر ټینګار پای ته ورسېدې، خو د اوربند یا اورکم پرېکړه پکې و نه‌ شوه.

د افغان پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله. د طالبانو په استازیتوب هم د هغې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرې رهبري کولې.

د دوه ورځنیو خبرو په پای کې دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې د مذاکراتو د دوام هوډ وښود. دا خبرې د قطر په همکارۍ تنظیم شوې وې او په اعلامیه کې یې د مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG