د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلسله علیخېل تښتونې او تشدد په اړه پلټنې مکملې شوې: پولیس


په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېلې د تښتول کېدو او پر هغې د تشدد پرضد په کابل او ځینې نورو ځایونو کې احتجاج هم شوی وو.
په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېلې د تښتول کېدو او پر هغې د تشدد پرضد په کابل او ځینې نورو ځایونو کې احتجاج هم شوی وو.

د اسلام اباد د پوليسو مشر قاضي جمیل الرحمان ويلي چې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل د لور سلسلې علیخېلې د تښتونې او تشدد په اړه پلټنې مکملې شوې دي.

نوموړي دا څرکندونې د جولای پر ۱۹مه په اسلام اباد کې هغې خبري غونډې ته وکړې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي او د امنيت په برخه کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار معيد يوسف هم ناست وو.

قاضي جميل الرحمان خبري غونډې ته وويل چې پولیسو او نورو تحقیقاتي ادارو د جولای پر ۱۶مه د سلسلې علیخېلې له کوره تر وتو وروسته د هغې د ټول سفر د لارې ثبوتونه تر لاسه کړي دي.

ده وویل، "دا يوه ړنده قضیه وه ، موږ سره یوازې د شکايت کوونکي له درخواسته پرته هیڅ نه وو خو د اسلام اباد د پولیسو پر ښځو او نارینه مشتمل د ۳۵۰ کسانو پنځو ډلو په درې ورځو کې دا پلټنې تر سره کړې."

د ده په وینا، د دریو سوو سرکاري او شخصي څار ګرو کيمرو د ۷۰۰ ساعتونو ريکارډنګ یې کتلی او له ۲۲۰ کسانو یې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

د قاضي جمیل الرحمان په خبره تر دې پلټنو وروسته ورته معلومه شوې چې د افغان سفیر لور چرته چرته تللې وه.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وویل چې پاکستان دا ټول ثبوتونه له افغان حکومت او اړونده ادارو سره شریکولو ته تیار دی.

ده زیاته کړه چې له افغان تحقيقاتي ډلې سره په ګډه د دې قضيې منطقي انجام رسولو ته هم تیار دي.

د شاه محمود قريشي په خبره، افغان سفیر نجیب الله عليخېل او د هغه لور د بهرنیو چارو دفتر ته ورغلي ول او هغوي ته یې په دې پلټنو کې د همکارۍ لپاره ليکلی کاغذ ورکړی وو.

افغان حکومت وايي، په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې د پېښې په تړاو د پاکستانيو چارواکو څرګندونې "غیر مسلکي" دي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ چې د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد وروستۍ څرګندونې د څېړنو تر بشپړېدو مخکې شوې او غير مسلکي دي.

دا تر هغه وروسته وه چې شېخ رشيد د جولای پر ۱۸مه د پاکستان له جيو نيوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي ول چې د سفیر لور "نه ده تښتول شوې" او دا پېښه يو "نړیوال سازش" دی چې تر شا یې د هندي استخباراتي اداره (را) لاس لري.

هنديو چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ويلي او شېخ رشيد هم نه ده واضحه کړې چې د هند استخبارات څنګه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې داسې فعاليت کولی شي؟

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جولای پر ۱۹مه له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ټېلېفوني خبرو کې ویلي چې دا ډول څرګندونې دوه اړخیزې اړیکې او د څېړنو اعتبار ته "جدي زیان" رسوي.

په خبرپاڼه کې د سفیر نجیب الله عليخېل له لور سلسلې علیخېل سره شوې پېښه "جنايت" بلل شوی او د تښتونکو د نيولو غوښتنه تکرار شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغانستان چمتو دی چې د یادې پېښې د څېړنې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي او د همدې لپاره یو پلاوی پاکستان ته لېږي چې د هغوی د موندنو په رڼا کې به د افغان سفیر او ډېپلوماټانو د بېرته ور ګرځېدو په تړاو پرېکړه وکړي.

افغانستان د دې پېښې په غبرګون کې خپل سفیر او لوړپوړي ډېپلوماټانو ته له اسلام اباده د وتلو امر کړی او کابل ته یې ورستانه کړي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ترمخه، د افغان سفیر نجيب الله علیخېل لور د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د څو ساعتونو لپاره د نامعلومو کسانو له خوا تښتولې شوې او شکنجه شوې وه.

XS
SM
MD
LG