د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بین الافغاني خبرو کې "پر اوربند او سیاسي مشارکت" خبرې کېږي


دوحه کې دا ځل د دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له خوا د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.
دوحه کې دا ځل د دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له خوا د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا وایي، د بین الافغاني خبرو لس میاشتې پر ضمني مسایلو ضایع شوې او اوس بنسټیزو بحثونو ته اړتیا ده.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې مشال راډیو ته وویل چې د دولت او طالبانو جرګه شوي لوړ پوړي استازي دا ځل هڅه کوي چې پرېکړو ته ورسیږي.

خوځون وویل، د استازو ۱۴ کسیزه کمېټه څو بنسټیزې مسلې څیړي او هڅه کوي چې هوکړه پرې وکړي.

ده وویل، "له منځګړي نه نیولې، تر اوربند او سیاسي مشارکت پورې دا هغه موضوعات دي چې اساسي بحثونو کې شامل دي. موږ باید په ښکاره او واضح ډول پردې موضوعاتو بحث وکړو."

ده زیاته کړه چې د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوی، په ځانګړې توګه اوسني مشران دا صلاحیت او په کابل کې د دولت د رهبرۍ ملاتړ لري.

دوحه کې دا ځل د دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له خوا د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.

دواړو مشرانو د جولای پر ۱۷مه په پرانیستونکې غونډه کې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ګړندۍ او سیاسي جوړجاړي ته هڅې تېزې شي.

د ملي روغې جوړې د شورا ویاند فریدون خوځون وایي، دا ځل دواړه لوري هیله من ښکاري او د لیدو کتو فضا هم تېرو وختونو ته په کتو مثبته ده.

دی وايي، "په برخورد او راشه درشه او دغه راز د مجلس په ادابو کې د پخوانیو مجلسونو او مذاکراتو پرتله توپیر جوت راغلی و. دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې مذاکرات باید سرعت پيدا کړي. په تېرو لسو میاشتو کې چې مذاکرات پيل شوي دي، تراوسه یې ښکاره نتیجه ده ورکړې."

د طالبانو ویاند محمد نعیم هم مشال راډيو ته لیکلي چې فضا ښه ده او دا ناسته له نورو سره دا توپیر لري چې په لوړه کچه مشران سره ناست دي.

د افغان دولت او طالبانو د ۱۴ کسیزې کمېټې بحثونه د بندو دروازو تر شا روان دي. د دوی مطبوعاتي مسولین وایي، په پای کې به هر ډول پرمختګ له ولس سره شریک شي.

رپورټ: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG