د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د سفیر د لور تښتول کېدل جنايت بللی او اسلام اباد ته پلاوی لېږي


شاه محمود قرېشي او حنیف اتمر
شاه محمود قرېشي او حنیف اتمر

افغان حکومت وايي په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې د پېښې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې "غیر مسلکي" دي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ چې د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد وروستۍ څرګندونې د څېړنو تر بشپړېدو مخکې شوې او غير مسلکي دي.

د څېړنو تر بشپړېدو مخکې د شېخ رشيد خبرې غېرمسلکي او د دوه اړخیزو اړیکو زیانمنونکې دي
اتمر

شېخ رشيد د جولای په ۱۸مه د پاکستان له جيو نيوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي ول چې د سفیر لور "نه ده تښتول شوې" او دا پېښه يو "نړیوال سازش" دی چې تر شا یې د هندي استخباراتي اداره (را) لاس لري.

هنديو چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ويلي او شېخ رشيد هم نه ده واضحه کړې چې د هند استخبارات څنګه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې داسې فعاليت کولی شي؟

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جولای په ۱۹مه له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ټېلېفوني خبرو کې ویلي چې دا ډول څرګندونې دوه اړخیزې اړیکې او د څېړنو اعتبار ته "جدي زیان" رسوي. په خبرپاڼه کې د سفیر نجیب الله عليخېل له لور سلسلې علیخېل سره شوې پېښه "جنايت" بلل شوی او د تښتونکو د نيولو غوښتنه تکرار شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغانستان چمتو دی چې د یادې پېښې د څېړنې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي او د همدې لپاره یو پلاوی پاکستان ته لېږي چې د هغوی د موندنو په رڼا کې به د افغان سفیر او ډېپلوماټانو د بېرته ور ګرځېدو په تړاو پرېکړه وکړي.

افغانستان د دې پېښې په غبرګون کې خپل سفیر او لوړپوړي ډېپلوماټانو ته له اسلام اباده د وتلو امر کړی او کابل ته یې ورستانه کړي دي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ترمخه، د افغان سفیر نجيب الله الوخېل لور د جولای په ۱۶مه په اسلام اباد کې د څو ساعتونو لپاره د نامعلومو کسانو له خوا تښتولې شوې او شکنجه شوې وه.

په لوړه کچه څېړنې روانې دي. افغانستان دې د ډېپلوماټانو پر ویستلو له سره غور وکړي
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې اړه جدي پلټنې روانې دي. دې وزارت د جولای په ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې کابل د ډېپلوماټانو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي. د خبرپاڼې ترمخه د راپور شوې تښتونې تحقیقات په لوړه کچه روان دي او په دې اړه سفیر عليخېل ته هم معلومات ورکړل شوي دي. وزارت زیاته کړې چې په داسې کې د افغان ډېپلوماټانو وتل خفه کوونکې ده. په همدې حال کې د پاکستان رسنيو راپور ورکړی چې کابل ته پاکستانی سفیر د جولای په ۱۹مه اسلام اباد ته ستون شوی دی.

د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد هم د جولای په ۱۸مه په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې پولیسو د څارګرو کمرو ويډيوګانې کتلي او د سفیر د لور د راپور شوې تښتونې د پېښو په پلټنو کې پرمختګ شوی دی.

خو افغان حکومت او افغانان پر دې مطمينه نه دي‌. افغان ولسمشر ويلي تر څو چې تښتونکي نيول شوي نه وي او د افغان دیپلوماتانو د ژوند د خونديتوب ډاډ نه وې ورکړل شوی، تر هغې به یې ډېپلوماټان اسلام اباد ته ور ونه ګرځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG