د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت دې د سفیر ویستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي: چوهدري


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند، زاهد حفیظ چوهدري
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند، زاهد حفیظ چوهدري

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت لخوا له اسلام اباده د خپل سفیر او مشرانو ديپلوماتانو د ورغوښتو په اړه ويلي چې کابل دې پر دې فېصله له سره غور وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وياند زاهد حفیظ چوهدري د جولای په اتلسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغان سفیر نجيب الله علیخېل د لور د راپور شوې تښتونې تحقیقات په لوړه کچه روان دي او په دې اړه ښاغلي عليخېل ته هم معلومات ورکړل شوي دي. وزارت زیاته کړې چې په داسې کې د افغان ديپلوماتانو وتل خفه کوونکې ده.

د جولای په ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجيب الله علیخېل لور تښتول شوې وه او تر څو ساعتو وروسته د يو سړک پر سر غورځول شوې وه. د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پر هغې تشدد شوی وو او د پاکستان حکومت یې بايد زر تر زره تښتونکي‌ونیسي. وزارت په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفير هم ورغوښتی وو او پر دې پېښه یې احتجاج ورته کړی وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای په ۱۸مه د بهرنيو چارو وزارت ته امر وکړ چې له اسلام اباده دې سفير عليخېل او ټول لوړپوړي ديپلوماتان کابل ته وروغواړي. په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې تر څو د افغان ديپلوماتانو امنيت نه وي يقيني شوی او د علیخېل د لور تښتونکي نه وې نيول شوي، افغان دیپلوماتان به اسلام اباد ته نه ورګرځي.

په همدې حال کې د پاکستان جيو نيوز خبر ورکړی چې د جولای په ۱۹مه له کابله د پاکستان سفير هم اسلام اباد ته تللی دی.

د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد احمد د جولای په اتلسمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوی د عليخېل د لور د تښتونې د پېښې په اړه په پلټنو کې پرمختګ کړی دی او څارګرې کمرې یې کتلې دي.

نوموړي زیاته کړه چې پولیسو له هغو دوو ټيکسيوانانو پوښتنې کړې چې د سفير عیلخېل لور کرایه کړې وه. نوموړي يو ځل بيا ټينګار وکړ چې وزیراعظم عمران خان ورته امر کړی چې په دې پېښه کې ککړو کسانو د نيولو لپاره دې پوره پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG