د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سفير د لور تښتونکي‌ دې په ۴۸ ساعتونو کې ونیول شي: عمران خان


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله عليخېل - د ارشیف انځور.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله عليخېل - د ارشیف انځور.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان امر کړی چې د افغان سفیر د لور تښتوونکي دې په ۴۸ ساعتونو کې ونیول شي.

د وزیراعظم له دفتره د جولای پر ۱۷مه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور د تښتونې نوټس اخیسی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې وزیراعظم عمران خان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ته امر کړی چې د دې پېښې د پلټنو لپاره دې ټول وسایل په کار راولي.

شېخ رشید احمد وروسته پاکستاني ټلویژن - جیو نیوز - ته وویل چې وزیراعظم ورته امر کړی چې ژر تر ژره په دې پېښه کې ککړ کسان ونیسي

ده وویل، "وزیراعظم عمران خان راته دوه واره ویلي چې د دې پېښې جرړې ته ورسئ او په ۴۸ ساعته کې ملزمان ګرفتار کړئ."

شېخ رشید زیاته کړه چې دوی د سفیر له لور او کورنۍ سره په رابطه کې دي خو د ده په وینا، دا پېښه د ۱۶ مې جولای ده او تر اوسه ورته ته د سفیر لور په لیکلي بڼه څه بیان نه دی ورکړی.

دا له هغه وروسته ده چې د جولای پر ۱۷مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې په اسلام اباد کې د سفیر نجیب الله علیخېل لور نامعلومه کسانو د جولای پر ۱۶مه کور ته د ستنېدو پر مهال د څو ساعتونو لپاره تښتولې وه او تشدد یې پرې کړی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا ورته خبر ورکړل شو چې د افغان سفیر لور په داسې حال کې تښتول شوې چې په کرايي ګاډي کې یې سفر کولو.

په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي وو چې د دې خبر د ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو سم دستي د لټون عملیات پیل کړل.

خبرپاڼه لیکي چې د بهرنیو چارو وزارت او ټول اړوند امنیتي چارواکي په دې لړ کې د افغان سفیر او د هغه له کورنۍ سره په تماس کې دي او خپله ټوله همکاري ورسره کوي.

د خبرپاڼې په وینا، په داسې حال کې چې د افغان سفیر او د هغه د کورنۍ امنیت ټینګ کړل شوی، امنیتي ادارې هڅه کوي چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو وارې بیا وایي چې د سفارتکارو، د هغوی د کورنیو او د سفارتونو ساتنه خورا مهم مسولیت دی او دا ډول پېښې به ونه زغمل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه نېټه په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتنه کړې چې د دې پېښې عاملین دې وپېژني او مجازات دې یې کړي.

پاکستان وايي، د سفارتونو، سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته مهم دی او د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو تر شا لاس لرونکي کسان به زر د قانوني کارروایۍ سره مخ شي.

په پاکستان کې ګڼو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالینو د افغان سفیر د لور د تښتولو پېښه غندلې ده.

د پاکستان پیپلز ګوند غړې او سېنېټرې شيري رحمان وايي، د سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب د حکومت ذمه واري وي او د افغان سفیر د لور سره دا ډول پېښه مخې ته راتلل د خواشینۍ او افسوس مقام دی.

نوموړې پر ټویټر لیکلي. "دا په پاکستان او د دغه هیواد پر اقدارو برید دی، هیله لرم چې د کورنیو چارو وزارت به په فوري ډول د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره اقدامات وکړي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علیخېل د جولای پر ۱۷مه ناوخته پر ټویټر د خپلې لور له تصویر خپرولو سره لیکلي چې خلک په تېروتنه د ده د لور سلسلې علیخېلې پر ځای د بل چا عکسونه خپروي.

نوموړي لیکلي‌ چې د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو اړوند چارواکي د دې پېښې پلټنه کوي.

XS
SM
MD
LG