د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سفیر د لور تښتونې مقدمه دایره شوه: شېخ رشید


شیخ رشید وايي، پولیسو د دوو ټیکسیانو له ډرېورانو څخه پوښتنې کړې دي - د ارشیف انځور.
شیخ رشید وايي، پولیسو د دوو ټیکسیانو له ډرېورانو څخه پوښتنې کړې دي - د ارشیف انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې پولیسو د افغان سفیر په وینا د هغه د لور د تښتونې او پر هغې د تشدد په اړه مقدمه دایره کړې.

نوموړي د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې افغان سفارت ورته د شپې شاوخوا دوه بجې لیکلی بیان ورکړ.

شیخ رشید وویل، د سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله علیخېل د جولای پر ۱۶مه له کوره پیاده ووته او بیا یې ټیکسي ونیوه او د اسلام اباد کډه مارکېټ ته ولاړه.

د نوموړي په خبره، په اسلام اباد ښار کې د څارګرو کیمرو ویډیو ښيي چې د سفیر لور تر هغې وروسته راولپېنډۍ ته ولاړله او هلته د یوه مارکېټ مخې ته لیدل شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سفیر نجیب الله علیخېل لور د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې وه - د ارشیف انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سفیر نجیب الله علیخېل لور د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې وه - د ارشیف انځور.

د کورنیو چارو وزیر وویل، پولیس نه دي خبر چې سلسله علیخېل څنګه له راولپېنډۍ څخه د اسلام اباد دامن کوه سیمې ته ورسېده خو له هغه ځایه نوموړې بل ټیکسي ونیوه او بیا د پلازمېنې اېف – نهه برخې ته ولاړله.

ده وویل، پولیسو د دوو ټیکسيانو له ډرېورانو پوښتنې کړې دي.

شیخ رشید دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې وزیراعظم عمران خان د جولای پر ۱۷مه د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه د سفیر د لور په تښتونه او پر هغې په تشدد کې ککړ کسان ونیسي​.

پر هم هغه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د سلسلې علیخېل د تښتونې خبر ورکړ.

بیان وايي، افغان سفارت ورته ویلي چې د سفیر لور د کرایې په ګاډي کې د سفر پر وخت تښتول شوې. شیخ رشید د جولای پر ۱۸مه خبریالانو ته وویل چې پولیس د دې معلومولو هڅه کوي چې سلسله علیخېل له راولپېنډۍ څخه څنګه دامن کوه ته ولاړله.

ده زیاته کړه چې د اسلام اباد په علي روغتون او بیا په پېمز روغتون کې د نوموړې درملنه شوې ده.

افغانستان کې مظاهرې

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور سلسلې عليخیل تښتونې په افغانستان کې غبرګونونه پارولي او له امله یې د جولای پر ۱۸مه په افغانستان کې لاریونونه وشول.

په سلګونو ځوانانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو، د مدني ټولنې فعالانو، د ملي شورا یو شمېر غړو او عامو خلکو په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون وکړ.

دوی د یوې اعلامیې په خپرولو د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

په دغه لاریون کې برخه اخیستونکي محمود مرهون له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې باید د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان پر وړاندې شکایت درج شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ او غبرګونونه

اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه نېټه په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتنه کړې چې د دې پېښې عاملین دې وپېژني او مجازات دې یې کړي.

په عین وخت کې د افغانستان د ملي شورا ښځینه غړو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د ښځینه غړو ته یو لیک استولی دی چې پکې یې ورڅخه غوښتي چې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېل د تښتونې او پر هغې د تشد موضوع په پارلېمان کې یاده کړي.

دا لیک د ملي شورا استازو د جولای پر ۱۸مه استولی دی.

هلته د جولای پر ۱۷مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ.

د ولسمشر اشرف غني دفتر، د ملي مصالحې عالي شورا، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو شخصیتونو د سلسلې علیخېل تښتونه او ورباندې تشدد ټکان ورکوونکې پېښه بللې او په کلکه یې غندلې ده.

پاکستان کې غبرګونونه

په پاکستان کې ګڼو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالینو د افغان سفیر د لور د تښتولو پېښه غندلې ده.

د پاکستان پیپلز ګوند غړې او سېنېټرې شيري رحمان وايي، د سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب د حکومت ذمه واري وي او د افغان سفیر د لور سره دا ډول پېښه مخې ته راتلل د خواشینۍ او افسوس مقام دی.

نوموړې پر ټویټر لیکلي. "دا په پاکستان او د دغه هیواد پر اقدارو برید دی، هیله لرم چې د کورنیو چارو وزارت به په فوري ډول د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره اقدامات وکړي."


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علیخېل د جولای پر ۱۷مه ناوخته پر ټویټر د خپلې لور له تصویر خپرولو سره لیکلي چې خلک په تېروتنه د ده د لور سلسلې علیخېلې پر ځای د بل چا عکسونه خپروي.

نوموړي لیکلي‌ چې د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو اړوند چارواکي د دې پېښې پلټنه کوي.

XS
SM
MD
LG