د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ مرستیال مشر د احتساب ادارې کار په اړه پلټنې کوي


په کراچۍ کې د احتساب قامي ادارې دفتر
په کراچۍ کې د احتساب قامي ادارې دفتر

د پاکستان سېنېټ مرستيال مشر، سليم مانډویوالا وايي، د احتساب قامي ادارې يا نیب د چارواکو د مبيينه درغليوو په اړه څېړنې پېلوي.

د اپوزیشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر غړی مانډویوالا تور پورې کوي چې احتساب اداره خلک په ذهني توګه تر دومره ډېر فشار لاندې راولي ‌چې هغوی خودکشي وکړي.

نیب د مانډویوالا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا خپل دریځ تکرار کړی چې د درغلۍ ضد بې پرې کارروایانو ته دوام ورکوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر شپږمه په اسلام اباد کې په یوې خبري غونډه کې وويل اوس وخت رارسېدلی چې د احتساب ادارې د چارواکو احتساب وشي.

"په لومړي ځل به داسې کيږي چې څوک دې د احتساب ادارې احتساب وکړي. دا کار به سینټ کوي. نېب خلکو ته د مقدمو جوړولو ګواښونه کوي ‌او بيا ترې قلنګونه اخلي. د دوی له لاسه خلکو خودکشیانې کړې دي. بايد له داسې ادارو څخه د وېرې پر ځای دوی دنيا ته وښودل شي. دوی هر سړی رانیسي او ورته وايي‌چې ته له خپلې وسې ډېرې مال احوال لري. د دوی دا حرکتونه به موږ ودروو. اوس به موږ ګورو چې دوی څنګه مقرر شوي دي‌؟ دوی جايددادونه او پېسې له کومه کړې دي. د دوی ډګريانې به ګورو او دا به معلوموو چې اثاثې یې څه دي."

مانډويوالا دا ونه ويل چې د سېنېټ‌کارروايي‌به کله پېلوي.

اپوزیشن غواړي چې له دې ادارې یوه بې غاښونو یعنې يوه ناکاره اداره جوړه کړي. دا موږ نه منو.
محسن عزیز

د احتساب قامي ادارې د څېړنو پر وخت د خلکو د مړينې تورونه هغه وخت راپورته شول چې د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې د سرګودې پوهنتون يو مشر چارواکی جاويد احمد په زندان کې مړ شو.

د ډان ورځپانې په وینا، پر هغه د احتساب ادارې له خوا مقدمه چلېدله او د پوښتنو لپاره وړل شوی وو خو چارواکو وويل چې د هغه زړه درېدلی دی.

د ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کې پخواني برېګېډيیر اسد منیر په اسلام اباد کې په خپل کور کې خودکشي وکړه.

هغه کورنۍ ته په پرېښي خط کې ليکلی ول چې د احتساب ادارې د بې بنياده تورونو او مقدمو پرې فشار ډېر کړی او نور یې نه شي زغملی.

احتساب ادارې پر سياستوالو هم مقدمې جوړې کړي دي. تر ډېره پکې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ ګڼ مشران دي چې ځينې یې د درغليوو د تورونو له کبله په زندان کې دي خو ځيني په ضمانت خوشي شوي.

د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز د ډېسېمبر پر شپږمه په ملتان کې يوې غونډې ته وويل چې نېب ته د تحريک انصاف حکومت د چارواکو درغلۍ نه ښکاري. هغې وزیراعظم عمران خان ياد کړ او ویې ويل: "اوړه او چيني غلا شول.‌ غنم غلا شول. په دې هر څه کې درغلې وشوه او د غریبانانو پېسې د دې جعلي سړي جيب ته ولاړې خو مقدمې جوړې نه شوې. عجيبه ده. د نېب مشر خو ويل چې د چا څېرې ته نه بلکې کېسونه ته ګوري."

د احتساب قامي ادارې د خپلو څېړنو پر مهال د خلکو په مړينه څه نه دې ويلي.

د دې ادارې مشر جاويد اقبال په بېلابېلو وختونو کې په مختلفو غونډو کې د تقریرونو پر مهال ويلي چې د هېڅ سياستوال او سياسي ګوند خلاف يا ملګری نه دی.

هغه دريځ ښوولی چې د درغليوو د پاکولو لپاره به یې کار روان وي ‌او د چا تر فشار لاندې به نه راځي.

دې ادارې د ډېسېمبر پر څلورمه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له ګڼو تورونو کسانو څخه یې د درغليوو ۶۴۴ اربه روپۍ بېرته ترلاسه کړې دي او نور کار روان هم په بې پرې ډول روان دی.

اوس چې د پيپلز پارټۍ غړي او د سېنېټ مرستيال مشر سليم مانډويواله له احتساب ادارې د تحقیقاتو خبر ورکړی، حکومتي غړي ورسره همغږي نه دي.

په سېنېټ کې د حکمران تحريک انصاف استازي، محسن عزیز د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل د احتساب اداره خپلواکه ده او بايد همداسې پاتې شي.

"زموږ موقف اول هم دا وو او اوس هم دا دی چې د نیب قوانين له پخوا جوړ شوي دي. که دې قوانينو بدلولو غوښتل نو اپوزیشن ګوندونو بايد د خپلو حکومتونو پر مهال کړی وی. اوس د نیب په ځينو طريقو خبره کېدلی شي خو اپوزیشن غواړي چې له دې ادارې یوه بې غاښونو یعنې يوه ناکاره اداره جوړه کړي. دا موږ نه منو. د دې لپاره یې موږ په سېنېټ کې تر تحقیقاتو لاندې نه شو نیولی. موږ د درغليوو په خلاف کار روان کړی او هغه څه نه غواړو چې اپوزیشن یې غواړي."

د پاکستان احتساب قامي‌اداره یا نیب د عدالت په حکم په ۱۹۹۹ز کال کې د درغليوو د مخنيوي لپاره جوړه شوه.

دا اداره احتساب عدالتونه هم لري او د تورنو کسانو د نيولو واک هم.

د دې ادارې مشر د حکومت او اپوزیشن په سلا ټاکل کېږي خو په دې وروستيوو کې یې اپوزیشن ګوندونو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ له دې کبله د ختمولو غوښتنه کړې چې د دوی په وینا، دا اداره د حکومت ملګرې ده.

نیب او حکومت دا تورونه ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG