د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیب خلاف د خلکو ځورولو شکایتونه راغلي: سلیم مانډويوالا


د پاکستان پارلېمان وداني - د ارشیف انځور
د پاکستان پارلېمان وداني - د ارشیف انځور

د سېنېټ ډپټي چېرمېن سلیم مانډويوالا ویلي دوی ته د قامي احتساب ادارې (نیب) خلاف د ځینو خلکو شکایتونه راغلي چې دا اداره یې ځوروي، بې ځایه يې تنګوي او په هغو کارونو کې یې ګوتې وهي چې په دوی پورې اړه هم نه لري.

په شکایتونو کې ویل شوي چې د دې له لاسه ځینو خلکو پاکستان پرېښی دی، نوموړی وايي، د نیب چېرمېن سېنېټ د پوښتنو ګروږنو لپاره وربولي.

دا له هغه روستو چې نیب د سېنېټ پر ډپټي چېرمېن سلیم مانډويوالا تور پورې کړی وو چې په درغلیو کې ککړ دی خو د نیب چېرمېن ریټایرډ جسټس جاوېد اقبال په یوه بیان کې ویلي چې دوی به یې پر ضد راغلو ثبوتونو کتنه کوي.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه په لاهور کې خبري کانفرنس ته په وینا کې د پاکستان د سېنېټ ډپټي چېرمېن سلیم مانډويوالا ویلي چې د احتساب قامي اداره چې د کوم کار لپاره جوړه کړل شوې وه هغه يې پرېښی دی او نور شخصي کارونو کې یې مداخلت شورو کړې او خلک ځوروي چې له کبله يې د تاجرانو په ګډون یو شمېر خلکو پاکستان پرېښی دی.

د نوموړي په خبره دی به د نیب چېرمېن سېنېټ ته ورغواړي او که ورنغی نو به یې پرضد وارنټ جاري کوي او که بیا هم نه ورغې نو پروړاندې به يې قانوني کارروايي کوي: "له موږ سره په سېنېټ کې د د شکایتونو یو اوږد لسټ جوړ شوی دی چا له کېنېډا اي مېل کړی دی او چا له برتانیا شکایت کړی دی خلکو د نیب د چکر لوجې ملک پرېښی دی او دا خلک دومره ځوروي چې سړې بې وسه شي. یو چا ته وايي، موږ به ستا کاروبار ختم کړو، ته د کومې کمپنۍ ډایرېکټر نه شې جوړېدای. موږ به تا د یوې هم نه کړو او له موږ سره جوړ جاری وکړه."

مشال راډیو چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه، په پېښور کې د قانوني چارو له شنونکي او وکیل شهاب الدین خټک څخه په دې اړه وپوښتل نو هغه وویل په قانون کې خو دا شته چې د سېنېټ یا د قامي اسمبلۍ کمېټۍ ته د نیب چېرمېن وروغواړي خو د دې په وجه به د هغوی په کار څه اثر نه غورځېږي او نه يې د خپل کار نه منع کولی شي: "د نیب اختیارات هېڅوک هم نه شي کمولای تر څو چې په پارلیمان کې قانون سازي نه وي شوي او یا سپریم کورټ فیصله ورنکړي چې ګنې د نیب کارروایانې د پاکستان د ایین او قانون پرضد دي نو په دې لارو د نیب مخه نیول کېدای شي."

د سږني کال د جولای په میاشت کې د احتساب قامي ادارې نیب پر ډپټي چېرمېن سلیم مانډويوالا تور پورې کړی وو چې نوموړی د کورونو په یو پروژه، اوورسیز کواپرېټنګ هاوسنګ سوسايټۍ کې یې په ناقانونه توګه ځمکې وېشلې (الاټمېنټ) دي او د ځمکو پټیو (پلاټونو) لپاره له جعلي بانکي اکاونټه پیسې ورکړې دي.

نوموړي د دغه تورونو په باب د نیب له چېرمېن جسټس ریټایرډ جاوېد اقبال سره لېدلي ول، هغه ورته ویلي چې دی به یې خپله کاغذونه وګوري.

یاده دې وي د احتساب قامي اداره نیب په ۱۹۹۹ز کال د پروېزمشرف په واکمنۍ کې جوړه کړې شوه چې مقصد يې په قامي مالي درغلیو کې ککړ کسان نیول دي.

په پاکستان کې ډېری سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې حکومت د قامي احتساب اداره د یوې سیاسي حربې او الې په توګه د دوی خلاف کاروي خو حکومت یې دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG