د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ونډو بازار ودانۍ کې برید اووه تنه وژلي


پولیس د کراچۍ ونډو بازار برید کې کارول شوی ګاډی پلټي. ۲۰۲۰، ۲۹ جون
پولیس د کراچۍ ونډو بازار برید کې کارول شوی ګاډی پلټي. ۲۰۲۰، ۲۹ جون

کراچۍ کې د پاکستان ونډو بازار (سټاک ايکسچېنج) پر ودانۍ یوه ډله ییز وسله والو حمله کړي ده چې د لومړنیو راپورونو له مخې د څلور وسله والو په ګډون اووه کسان وژل شوي او تر پنځو ډېر ژوبل دي.

د کراچۍ پوليسو ترمخه نن د ګل/دوشنبې سهار شا او خوا لس بجې څلور وسله والو د ونډو بازار د ودانۍ پر لویه دروازه لومړی لاسي بم وغورځاوه او ورپسې یې ناتاره ډزې شورو کړې.

د کراچۍ د پوليسو يو مشر شرجيل کهرل پاکستانيو رسنيو ته وويل، له بریده سمدستي پس پوليس او رينجرز اهلکار د سټاک ايکسچېنج ودانۍ ته ورسېدل او څلور واړه بریدګر یې ووژل.

د شرجيل کهرل په وينا د سټاک ايکسچېنج په دننۍ دروازه هر وخت د رېنجرز اهلکار موجود وي او په ړومبۍ دروازه د متعلقه تاڼې اهلکاران موجود وي دې نه علاوه ۲۴ ساعته امنېتي سرتيري هم دغلته ګشت کوي نو داوجه وه چې پروخت کاروايي وکړې شوه او وسلوالو حمله ناکامه کړې شوه.

نوموړي زياته کړه وسله وال چې کوم موټر کې راغلي و نو پوليسو هغه په خپلې ولکه کې اخيستې دې او پلټنې روانې دي او چې نورڅومره هم ثبوتونه دي نو هغه موږ راجمع کړي دي او د سټاک اېکسچېنج وداني ځايي پوليس ته په حواله کړې شوي ده.

دې ترڅنګ د ترهګرۍ مخنيوي ادارې انچارج راجه عمرخطاب په کراچۍ کې رسنيو ته وويل په وسله والو کې د يو تن پيژندګلو د سلمان په نوم سره شويده چې د بلوچستان اوسيدونکې دې او چې کوم موټر کې دوي راغلي وو نو هغه هم د سلمان په نوم رجسټرډ دې.

بي بي سي وايي بلوچ لېبرېشن ارمي مجيد بريګېډ د دې حملې ذمه واري قبوله کړي ده خو مشال راډيو ته تر دې دمه د کومې وسله والې ډلې لخوا د دې بريد ذمه واري منلو په هکله څه پيغام نه دې ترلاسه شوې.

بلخوا پاکستان سټاک ايکسچېنچ په خپله اعلاميه کې ويلي وسله والو په کمپاونډ حمله کول غوښتل خو امنېتي سرتيرو او سټاک ايکسچېنج محافظانو ورله منصوبه ناکامه کړه.

کراچۍ کې پر چينايي کونسلګرۍ بريد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00

د پاکستان سټاک اېکسچېنج يو مشرفرخ خان د حملې وروسته د پاکستان جيوټي وي ته وويل زموږ امنېتي انتظامات ډېر ښه ول نو وسله وال کمپاونډ ته دننه پرېنښودل شول. دا شکر دې چې حالات ډير زيات خرابۍ طرف ته لانړل په عام ورځو کې ۶ نه ۸ زره پورې کسان په سټاک اېکسچېنج ودانۍ کې موجود وي خو د کورونا وايرس لوجې دا شميره دومره زياته نه وه خو که بيا هم وسله دننه په تلو کاميابه شوي وی نو حالات به له دې بدل وی.

د پاکستان سټاک ايکسچېنج دفتر د کراچۍ په ای ای چندريګړ سړک واقعه دې چې ورسره نزدې د پاکستان مرکزي بېنک، پوليس هيډکواټر او د يو شمير نورو بېنکونو او رسنيو دفترونه دي، د دې ترڅنګ د سيند رېنجرز مرکزي دفتر هم له دغه ځايه دوه نيم کلوميټره لرې دې.

XS
SM
MD
LG