د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت نیب ته د احتساب خو اپوزيشن د انتقام په سترګه ګوري 


کراچۍ کې د نیب دفتر
کراچۍ کې د نیب دفتر

د پاکستان پر ټېليويژن چېنلونو د بحثونو پر مهال د اپوزيشن ګوندونو سياستوال د دې هېواد قامي احتساب اداره يا نیب په انتقامي کارروايي تورنوي او وايي چې دا اداره د دوی او حکومتي غړو تر منځ توپير کوي.

اپوزيشن مشرانو په وار وار ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت نیب له دوی څخه د سياسي انتقام لپاره کاروي او که څوک هم پر حکومت يا ادارو نيوکې وکړي نو نیب د هغه پر ضد د اداري يا مالي فساد مقدمه جوړه کړي. خو حکومت او د نیب چارواکي دا تورونه نه مني او وايي چې نیب بې توپيره د هغو کسانو پر ضد کارروايي کوي چې په اداري يا مالي فساد کې ښکيل وي.

د اپوزيشن سياستوالو پر ضد مقدمې

د پاکستان قامي احتساب ادارې د دوو حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند پر يوشمېر مشرانو د درغلۍ مقدمې جوړې کړې دي. دا وخت د مسلم ليګ ن د رهبر او د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف په ګډون د ګوند مشر شهباز شريف، مرستيال مشره مريم نواز ، د نواز شريف او شهباز شريف زامن او د ګوند ځېنې نور مشران د نیب لخوا د درغلۍ تر مقدمو لاندې دي. بلخوا نیب د پيپلز ګوند د شريک مشر اصف علي زرداري، د هغه د خور فريال تالپور او د ګوند د ځېنو نورو غړو پر ضد هم د مالي فساد مقدمې جوړې کړې دي. دوی ټول پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي او د دې مقدمو تر شا سياسي انګېزه ګڼي.

د نیب پر ضد ليک

د پاکستان پيپلز ګوند يوې پخوانۍ سېنېټرې سحر کامران د روان ۲۰۲۰م کال د سېپټېمبر پر اوومه د دې هېواد د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري او په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د بشري حقونو د سټېنډينګ کمېټيو مشرانو بلاول بټو زرداري او مصطفا نواز کوکر ته په يو لېږل شوي ليک کې نیب اداره د بشري حقونو په سرغړونې تورنه کړې ده. نوموړې په ليک کې د ۱۲ هغو کسانو ذکر کړی چې د دې په وينا د نیب په حراست يا د دوی د کړو وړو له امله مړه شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو مدافع او ليکوال ای اې رحمان هم په دې اړه د اکتوبر پر ۱۵مه د پاکستان د انګريزي ژبې په ډان ورځپاڼه کې ليکنه کړې او د نیب پر قوانينو او عمل يې نيوکې کړې دي.

د نیب په حراست کې مړه شوي کسان

سحر کامران په لېږل شوي ليک کې وايي چې د اومني ګروپ مشر مالي چارواکی اسلم محمود د ۲۰۱۹م کال په فبروري کې له سعودي څخه پاکستان ته راوستل شو او د نیب په حراست کې تر يونيم کال تېرولو وروسته د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کې د زړه درېدو له امله مړ شو.

پر دې سربېره سحر کامران په خپل ليک کې د سيند حکومت د کار او خدماتو د څانګې مشر اينجينيېر اعجاز مېمن، د پاکستان تحريک انصاف يو مشر او د ليه ضلعي بار غړی اېډوکېټ ظفر اقبال مغل، د پاکستان سټاک اېکسچېنج يو کارکوونکی راجا اسلم، د کراچي پرمختيايي ادارې يو چارواکی محمد ناصر شېخ، د بهاوالدين ذکريا پوهنتون ملتان مشر پروفېسر ډاکټر طاهر امين، د نندي پور توانايي پروژې يو چارواکی قيصر عباس، د راولپنډۍ حکومتي چارواکی چودري ارشد، د لاهور پرمختيايي ادارې يو چارواکی محمد سليم، د سرګودا پوهنتون د لاهور څانګې پخوانی مشر پروفېسر ميا جاوېد احمد او د کراچي پرمختيايي ادارې د يو چارواکي عبدالقوي خان ذکر هم کړی چې له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۲۰م کلونو په منځ کې د نیب د حراست پر مهال مړه شوي دي.

د اپوزیشن ګوندونو مشران د ګڼ ګوندیزې غونډې پس خبري کنفرانس کوي. ۲۰۱۹، ۱۹ اګست
د اپوزیشن ګوندونو مشران د ګڼ ګوندیزې غونډې پس خبري کنفرانس کوي. ۲۰۱۹، ۱۹ اګست

په ليک کې د بريګيډيېر ريټايرډ اسد منير د هغه ليک ذکر هم شوی چې نوموړي د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۶مه له ځانوژنې وړاندې د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس ته ليکلی و او ويلي يې و چې خپل ژوند په دې هيله له لاسه ورکوي چې چيف جسټس به د نیب د کارمندانو په رويه کې مثبت بدلون راولي چې د ده په وينا هغوی د خلکو له ژوند او عزت سره لوبېږي. نوموړي دا هم ليکلي و چې هغه څوک بايد مجرم ونه پېژندل شي چې پر ځان يې له لګېدلو تورونو انکار کړی وي.

بلخوا د نیب چارواکي د ځورونو له تورونو انکار کوي او خپل کار د پارلېمان لخوا دوی ته د ورکړل شوي واک په دايره کې ګڼي.

د نیب تاريخ

د پاکستان د قامي احتساب اداره، نېشنل اکاونټېبيليټي بيورو يا نیب د ۱۹۹۹م کال د نومبر پر ۱۶مه د هغه وخت پوځي واکمن جنرل پروېز مشرف جوړه کړه. نوموړی له دې يوه مياشت وړاندې د همدې کال د اکتوبر پر ۱۲مه د وزيراعظم نواز شريف د منتخب حکومت پرضد د پوځي کودتا له لارې واک ته رسېدلی و.

له دې وړاندې د ۱۹۹۷م کال په پيل کې د پاکستان د هغه وخت عبوري وزيراعظم ملک معراج خالد په دور کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره د احتساب کميشن په نوم يوه اداره جوړه شوې وه. له هغه وروسته چې کله د ۱۹۹۷م کال په فبروري کې نواز شريف د وزيراعظم په توګه منتخب شو نو تر ۱۹۹۷م احتساب اېکټ لاندې يې له پارلېمان څخه په احتساب کميشن کې د ځېنو بدلونونو له منظورۍ وروسته احتساب کميشن ته دوام ورکړ.

د پاکستان اپوزيشن ګوندونه دا دريځ لري چې نیب د يو پوځي واکمن په دور کې جوړه شوې اداره ده چې بايد ختم کړل شي خو د پاکستان مرکزي حکومت او نیب د درغليو په مخنيوي کې د دې ادارې کار اغېزناکه ګڼي.

د نیب واک

نیب يوه خپلواکه او وفاقي اييني اداره ده چې پر سرښار اسلام اباد سربېره په لاهور، کراچي، پېښور او کوټه کې دفترونه لري. دا اداره د مالي درغليو، رشوت، له امدن زياتو اثاثو درلودلو، د واک ناسم استعمال او په اقتصادي ترهګرۍ کې د مشکوک کسانو پر ضد کار روايي کولای او هغوی نيولای شي او تر ۳۰ ورځو پورې يې په خپلو ځانګړو زندانونو کې له ځان سره ساتلای شي. وروسته نيول شوي کسان احتساب عدالت ته وړاندې کول کېږي. دا اداره دا واک هم لري چې له مقدمې جوړلو وړاندې له مشکوک کس څخه تر جوړجاړي وروسته مطلوبه پيسې واخلي او هغه خوشې کړي.

وزیر اعظم عمران د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۰، ۲۵ جون
وزیر اعظم عمران د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۰، ۲۵ جون

که څه هم د پاکستان په سپريم کورټ کې د دې ادارې د زيات واک او چلن په اړه نيوکې او اورېدنې شوي خو د نیب په قانون کې د بدلون يا د نیب ادارې له منځه وړلو واک يوازې د پاکستان پارلېمان لري.

XS
SM
MD
LG