د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوی قانون د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخولای شي؟


د پاکستان نوی قانون د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د ډېجېټل حقونو فعالين او دا رنګه د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالې کمپنيانې له هغه وروسته اندېښمنې شوې دي چې کله د دې هېواد حکومت د نومبر پر ۱۹مه يو داسې يو رېګولېشن جاري کړ چې پاکستان ټېلي کميونيکشن اتارټي ته د ټولنيزو رسنيو د نظم په برخه کې پراخ واک ورکوي. د نويو قواعدو سره سم، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه یا د انټرنیټ سهولت ورکونکي به په هغه صورت کې تر ۳.۱۴ ميليون ډالره جرمانه کيږي که چرې د اسلام بدنامولو، ترهګرۍ ته وده ورکولو، د کرکې او فحاشي خپرولو او يا ملي امنيت ته خطر پېښونکې موادو خپرولو مخنيوي یې ونکړ. تر دې وروسته د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالو ادارو استازي سازمان اشيا انټرنېټ کولېشن په يو بيان کې خبرداری ورکړی چې دوی ښايي په دې هېواد کې خپل فعاليتونه ودروي. د پاکستان ډېجيټل حقونو په اړه فعالو تنظيمونو او ټولنيزې رسنيو ځینې استعماليونکيو پر دې رېګولېشن تنقيد کړی او دا يې د بيان او اظهار ازادۍ تر پښو لاندې کولو يو کوښښ بللی دی.دا رېګولېشن به په رښتيا هم په پاکستان کې سنسرشپ او د بیان ازادي له منځه يوسي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شېوې دي

XS
SM
MD
LG