د لاسرسي ځای

تازه خبر

بي اېل اې ترهګره ګرځول به څومره اغېزناکه وي؟


بلوچستان کې بلوڅ بېلتوپالي. ۲۰۰۴ز کال
بلوچستان کې بلوڅ بېلتوپالي. ۲۰۰۴ز کال

په پاکستان کې شنونکي د بهرنیو ترهګرو ډلو په لېسټ کې د بلوڅ ازادۍ لښکر یعنې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ورشاملولو موثریت په اړه بېلا بېل نظرونه لري او ځینې خو یې دا هم ګڼي چې د بي اېل اې په نوم ډله هېڅ تنظیمي جوړښت او وجود نه لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جولای پر دویمه په یوه بیان کې وویل چې بلوڅ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې 'یوه بېلتونپاله ډله ده چې عموماً د پاکستان په بلوڅ توکمه سیمو کې امنیتي سرتېري او ولسي وګړي په نښه کوي.'

په بیان کې راغلي چې دې ډلې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې ((یو شمېر ترهګر)) بریدونه کړي نو ځکه یې د ترهګرې ډلې په توګه نوموي.

د پاکستان حکومت د امریکا د دې اقدام هرکلی کړی او د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې هیله وښوده چې پر بي اېل اې بندیز به یې ''د فعالیتونو لپاره ځمکه تنګه کړي.''

خو د ترهګرو نوملړ ته د بي اېل اې ورداخلول څومره اغېزناکه زباتېدای شي؟

انور ساجدي په کوټه کې خبریال دی او اوږده موده یې په بلوچستان کې د بلوڅانو د بېلتونپالنې مبارزه څارلې.

ده د جولای درېمې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د امریکا دا اقدام ښايي دومره زیات اغېز و نه لري:

"د بي اېل اې په اړه دا روښانه نه ده چې دا د چا تنظیم دی، څوک یې مشري کوي. نو لومړی خو باید دا معلومه شي. دویم، د بلوڅانو تحریک د دې خاورې زېږنده دی او له همدې ځایه پر مخ ځي. پاتې شوه دا چې که واقعي بي اېل اې ته له بهره پیسې ورکول کېږي او بهر مېشتي کسان یې مرسته کوي نو د امریکا دا اقدام به تاثیر ولري او په ځانګړي ډول هغه خلک چې د بي اېل اې په نوم یې په بهرنیو هېوادونو کې سیاسي پناه اخیستې، پر هغو به هرومرو د دې بندیز اثر وي. له دې پرته به یې هېڅ اغېز نه وي."

خو د بلوڅانو د چارو پوه محمد علي تالپور، چې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې یې د خپلواکۍ د غورځنګ غړی وو او بیا په افغانستان کې یې د جلا وطنۍ کلونه هم تېر کړي، وايي "بې له اوره، لوګی نه خېژي".

دی د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې په دالبندین کې د چینايي انجینرانو پر بس د ځانمرګي برید، په نومبر کې په کراچۍ کې پر چینايي کونسلګرۍ او بیا د ۲۰۱۹ز په مې کې په ګوادر کې پر هوټل د حملو مثال ورکوي او وايي، د ټولو بریدونو ذمه واري د بي اېل اې په نامه منل شوې.

خو ساجدي وايي، په ۲۰۰۷ز کال کې د بي اېل اې مشر بالاچ مري تر مړینې وروسته د دې ډلې تنظیمي جوړښت نشته.

هلته په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، د بي اېل اې ډلې ترهګر ګرځول به یې فعالیتونه اغېزمن کړي او دا چې دا پاکستان لپاره مثبته معنا لري:

"یو خو د ډلو [ترهګر ګرځول] یو نفسیاتي یا رواني اثر لري ځکه چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد چې پر چا بندیز ولګوي او ورته ووايي چې کارونه یې د منلو وړ نه دي او ترهګر یې بولي، نو هغه ډله بدنامېږي او فشار ورباندې راځي. دویم، امریکا به اوس د دې ډلې او د هغو هېوادونو ضد هم اقدامات کوي چې پر بندیز سربېره یې پر خپله خاوره ورته ځای ورکړی. بل دا چې دا اقدام د پاکستان لپاره مثبته معنا ځکه لري چې پاکستان غوښتل چې پر دې ډول ډلو بندیز ولګول شي."

خو محمد علي تالپور ګڼي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په امریکايي نوملړ کې د بي اېل اې شاملېدل ښايي زیات اغېز و نه لري.

دی وايي، په بلوچستان کې بېلتونپاله ډلې او غورځنګونه یې له ۱۹۴۸ راهیسې موجود دي:

"په ۱۹۴۸ز کال کې اغا عبدالکریم وسله واله جګړه کوله. په ۱۹۵۸ز کې د غورځنګ مشري نواب نوروز خان کوله. بیا له ۱۹۶۲ څخه تر ۶۹مه، بابو شېر محمد مري او علي محمد مېنګل مبارزه وکړه. بل تحریک بیا په ۱۹۷۳ز کال کې پیل شو او اوسنی په ۲۰۰۰ز کال کې [د بلوڅانو د یوه مشر] نواب خیر بخش مري له ګرفتارۍ پیل شو.''

تالپور زیاتوي چې له ۱۹۴۸ز راهیسې د بلوڅ بېلتونپالانو په ډلو کې بېلا بېل بدلونونه راغلي او غورځنګونه یې پیاوړي پاتې شوي.

د پاکستان حکومت په ۱۹۷۰ز لسیزه کې د بلوڅانو د وسله والو ډلو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

تر دې وروسته شاوخوا دوه لسیزې په بلوچستان کې کراري وه او د بېلتونپالو ډلو فعالیتونه نه تر سترګو کېدل خو له ۲۰۰۰ز کال راهیسې بیا د حملو خبرونه خپرېدل پیل شول.

په ځانګړي ډول په ۲۰۰۶ز کال کې چې د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په بلوچستان کې د عملیاتو پر مهال د بلوڅانو یو مشر او د صوبې پخوانی اعلا وزیر او ګورنر نوابزاده اکبر بګټی وواژه نو د بېلتونپاله وسله والو ډلو بریدونه او فعالیتونه هم پراخ شول.

پاکستان هم هغه کال بي اېل اې ترهګره ډله وګرځوله.

XS
SM
MD
LG