د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د وزیر اعظم دنیولو حکم وکړ


وزیراعظم راجا پرویز اشرف
وزیراعظم راجا پرویز اشرف




د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) د بریښنا په یوه قرارداد کې د درغلیو او فساد په تور د وزیراعظم راجا پرویز اشرف د نیولو حکم ورکړ.

سترې محکمې حکم صادر کړی، چې نوموړی دې په۲۴ ساعتونو کې دننه ونیول شي.

دغه حکم د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چوهدري په مشرۍ د جګپوړو قاضیانو يوې درې کسیزې ډلې نن ( سېشنبې) پر ورځ صادر کړ.

پر نوموړي تور دی، چې پر ۲۰۰۸م میلادي کال يې له یوه بهرني هیواده په کرایه د بریښنا دسب ستيشنونو د اخیستو په قرارداد کې پراخه درغلي کړې.

دغه مقدمه له څه مودې راهیسې په ستره محکمه کې تر څيړنې لاندې وه.

په دغه دوسیه کې پر وزیراعظم سربیره شپاړس نور کسان هم تورن دي، چې د نیولو امر يې شوی دی.
په دې ډله کې د دوو نورو پخوانيو وزیرانو شوکت ترین او لیاقت جتويي نومونه هم شامل دی.

دسترې محکمې دحکم له مخې امنيتي ادارو ته امر شوی، چې د وزیراعظم په ګډون ټول۱۷ کسان دې په څلیریشتو ساعتونو کې ونیسي او عدالت ته دې حاضر کړي.

همداراز ویل شوي، چې که تورن کسان له هیواده وتښتیدل نو ټول مسوولیت به يې د احتساب مرکزي ادارې (نېب) پر غاړه وي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې محکمه به سبا یعنې د چهارشنبې پر ورځ د وزیراعظم د برخلیک په باب څه پریکړه کوي، خو دا حکم په داسې حال کې صادریږي، چې دا وخت د پاکستان په سیاسي وضعیت کې د بدلونونو نښې لیدل کیږي.

په عین حال کې دمنهاج القران ادارې مشر ډاکتر طاهر القادري دلسګونو زرو پلویانو په ملتیا په اسلام اباد کې د پارلمان او اېوان صدر مخې ته احتجاجي مظاهره پیل کړې. نوموړی د انتخاباتي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي.

مجیب انګار مشال راډيو

XS
SM
MD
LG