د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مزارشریف کې په دوو چاودنو کې ۹ کسان وژل شوي


د اپرېل پر ۲۱مه د مزارشریف په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پر مهال لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د اپرېل پر ۲۱مه د مزارشریف په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پر مهال لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شوي چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي.

د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي.

رویټرز خبري اژانس د مزارشریف د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري له خولې وايي چې د سړک غاړې بمي بریدونه د اهل تشیع پر ګاډو شوي دي.

اژانس وايي، اسلامي دولت یا داعش ډلې د ټېلېګرام چینل له لارې په مزارشریف کې د بريدونو ذمه واري منلې ده.

په وروستیو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل او په شمالي ولایتونو کې پر ولسي وګړو یوشمېر بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG